د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سهشنبې په ورځ وویل چې روسیه له اروپايي قدرتونو سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا له مسکو سره مستقیمه جګړه غواړي، دوی ورته چمتو دي.
د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده
د روسیې ولسمشر وايي، اروپايي قدرتونو له روسیې سره د اړیکو پرې کولو له امله، ځانونه د سولې له خبرو بهر کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سهشنبې په ورځ وویل چې روسیه له اروپايي قدرتونو سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا له مسکو سره مستقیمه جګړه غواړي، دوی ورته چمتو دي.
پوتین اروپايي قدرتونه تورن کړل چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې له خنډ سره مخ کړې دي. هغه وویل، دوی داسې وړاندیزونه کړي چې پوهېدل د مسکو لپاره "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" دي، ترڅو وروسته روسیه تورنه کړي چې سوله نه غواړي.
هغه وویل، اروپايي قدرتونو د اوکراین په اړه د سولې له خبرو ځانونه ځکه ایستلي چې له روسیې سره یې اړیکې پرې کړې دي.
پوتین د اروپايي قدرتونو په اړه وویل: "دوی د جګړې پلوي کوي."
'اوکراین له سمندر څخه بې برخې کول'
پوتین دا ګواښ هم وکړ چې په تور سمندرګي کې د روسیې د "پټو کښتیو پر ټانکرونو" د ډرون بریدونو په ځواب کې به سمندر ته د اوکراین لاسرسی پرې کړي.
د روسیې ولسمشر په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "تر ټولو اساسي حل لاره دا ده چې اوکراین له سمندر څخه بې برخې شي، بیا به په اصولو کې سمندري غلا ناشونې وي."
هغه وویل، روسیه به د اوکراین پر تاسیساتو او کښتیو بریدونه زیات کړي او د هغو هېوادونو د ټانکرونو پر وړاندې به اقدامات وکړي چې له اوکراین سره مرسته کوي.
د شنبې په ورځ، یوه اوکرایني امنیتي چارواکي وویل چې اوکرایني سمندري ډرونونو په تور سمندرګي کې دوه بندیز لګول شوي ټانکرونه هغه مهال وویشتل، کله چې هغوی د روسیې یوه بندر ته روان وو ترڅو د بهرنیو بازارونو لپاره تېل بار کړي.