سیاست
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه‌شنبې په ورځ وویل چې روسیه له اروپايي قدرتونو سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا له مسکو سره مستقیمه جګړه غواړي، دوی ورته چمتو دي.
د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده
د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده / Reuters
2 دسمبر 2025

د روسیې ولسمشر پوتین اروپايي ټولنې ته خبرداری وکړ که اروپا جګړه غواړي، روسیه ورته چمتو ده
د روسیې ولسمشر وايي، اروپايي قدرتونو له روسیې سره د اړیکو پرې کولو له امله، ځانونه د سولې له خبرو بهر کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه‌شنبې په ورځ وویل چې روسیه له اروپايي قدرتونو سره جګړه نه غواړي، خو که اروپا له مسکو سره مستقیمه جګړه غواړي، دوی ورته چمتو دي.

پوتین اروپايي قدرتونه تورن کړل چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې له خنډ سره مخ کړې دي. هغه وویل، دوی داسې وړاندیزونه کړي چې پوهېدل د مسکو لپاره "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" دي، ترڅو وروسته روسیه تورنه کړي چې سوله نه غواړي.

هغه وویل، اروپايي قدرتونو د اوکراین په اړه د سولې له خبرو ځانونه ځکه ایستلي چې له روسیې سره یې اړیکې پرې کړې دي.

پوتین د اروپايي قدرتونو په اړه وویل: "دوی د جګړې پلوي کوي."

'اوکراین له سمندر څخه بې برخې کول'
پوتین دا ګواښ هم وکړ چې په تور سمندرګي کې د روسیې د "پټو کښتیو پر ټانکرونو" د ډرون بریدونو په ځواب کې به سمندر ته د اوکراین لاسرسی پرې کړي.

د روسیې ولسمشر په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: "تر ټولو اساسي حل لاره دا ده چې اوکراین له سمندر څخه بې برخې شي، بیا به په اصولو کې سمندري غلا ناشونې وي."

هغه وویل، روسیه به د اوکراین پر تاسیساتو او کښتیو بریدونه زیات کړي او د هغو هېوادونو د ټانکرونو پر وړاندې به اقدامات وکړي چې له اوکراین سره مرسته کوي.

د شنبې په ورځ، یوه اوکرایني امنیتي چارواکي وویل چې اوکرایني سمندري ډرونونو په تور سمندرګي کې دوه بندیز لګول شوي ټانکرونه هغه مهال وویشتل، کله چې هغوی د روسیې یوه بندر ته روان وو ترڅو د بهرنیو بازارونو لپاره تېل بار کړي.

 

وپلټۍ
امريکا له وینزویلا وروسته، کيوبا ته سترګي پټي کړي.
د ناټو مشر وايي له ټرمپ سره د ډنمارک د یوې برخې په توګه د ګرینلنډ پر پاتې کېدو خبرې نه دي شوي
د پاکستان په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر له ۶۰ واوښت
د یمن د دولتي ځواکونو پر کاروان بمي برید کې پنځه تنه وژل شوي
اسرائيلو د اوربند سره سره په غزه کې هوايي بریدونه او د ویجاړولو عملیات زیات کړي دي
کاناډا د امریکا د احتمالي یرغل پر ضد د جګړې لپاره پوځي پلان جوړوي.
روسیه او اوکراین د پولې په اوږدو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له امله یو بل ملامتوي
د سوریې په حسکه کې د YPG ترهګرې ډلې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۷ ملکیان ووژل شول
د ټرمپ 'ایرفورس ون' الوتکه  چې داووس ته روانه وه له نیمې لارې بیرته ستنه شوه.
د تورکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
په ۲۰۲۵ کال کې د میلیاردرانو شتمني نوره هم ډیره شوې.
د اوربند تړون له مخې د پوځ له پرمختګ وروسته د سوریې په شمال ختیځ کې نښتې کمې شوې
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د NBA پخواني افسانوي ستوري شکیل اونیل سره باسکیټبال لوبه وکړه
اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د ملګرو ملتونو د ادارې په مرکزي دفتر کې ودانۍ ونړولې
انګلستان د سوریې د حکومت او  YPG ترهګرې ډلې منځ د اوربند د تړون هرکلی وکړ