نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي؛ کرملین وایي دا 'ناممکن' ده
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي

کرملین وايي چې د اوکراین د روانې جګړې د "ځنډولو" په اړه د قزاقستان د ولسمشر وړاندیز د کییف د دریځ له امله "ناممکن" دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې له هغه  وغوښتل چې د اوکراین جګړه وځنډوي او بېرته د "استانبول فارمول ۲.۰" چې "د پام وړ پایلې ترلاسه شوې وېشتون شي، خو کرملین وویل چې دا وړاندیز د کییف د دریځ له امله "ناممکن" دی.

توقایف د شنبې په ورځ د روسیې په اومسک ښار کې له پوتین سره د لیدنې پر مهال، وویل چې قزاقستان په دې روانه جګړه کې پردی نه دی، خو هڅه به ونه کړي چې د منځګړي رول ولوبوي. هغه ډاډ څرګند کړ چې "یو لوی هېواد" روسیه به خپلې ستونزې پخپله هوارې کړي.

توقایف وویل: "شاید دا جګړه باید ځنډول شي، او موږ باید 'د استانبول فارمول ۲.۰' ته راوګرځو، ځکه چې هلته د پام وړ پایلې ترلاسه شوې وې. بیا، طبیعي ده چې د روسیې په ګډون د سترو قدرتونو تر تضمین لاندې، موږ کولی شو د اوږده انتظار وړ سولې په لور حرکت وکړو."

توقایف وویل چې هغه د اروپا او متحده ایالاتو څخه د دې جګړې په اړه ډېرې نښې ترلاسه کړې دي، کوم چې هغه د یوې بین الدولتي جګړې په توګه بیان کړه.

هغه همدارنګه د تېر کال په اګست میاشت کې د الاسکا په اینکوریج کې د پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ په غونډه کې د پوتین د "اعظمي ډیپلوماتیک انعطاف" ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه: "او دا هر څه باید ودرول شي، ځکه چې زما په باوري نظر، هغه څه چې پېښېږي، د روسیې او اوکراین د دولت دواړو د مخالفینو په ګټه او خوښي دي."

کرملین وویل چې د روسیې او اوکراین د روانې جګړې د درولو او ځنډولو په اړه د قزاقستان د ولسمشر وړاندیز "ناممکن" دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: "د جګړې کنګل کول په دې ډول ممکن نه دي."

د پسکوف له قوله ویل شوي چې د دښمنۍ د بندولو لپاره د روسیې شرایط روښانه دي او که اوکراین "مناسبې پرېکړې" وکړي، جګړه "د ورځې تر پایه" ختمېدای شي. هغه د مسکو هغو غوښتنو ته اشاره وکړه چې له مخې یې اوکراین باید له دونباس سیمې ووځي او په ناټو کې د شاملېدو پلانونه پرېږدي.

پسکوف زیاته کړه: "زموږ لپاره یو اصلي شرط شتون لري: موږ باید خپلو اهدافو ته ورسېږو." هغه زیاته کړه چې ولادیمیر پوتین توقایف ته د هغو عملیاتو په اړه چې مسکو یې "ځانګړي نظامي عملیات" بولي، مفصل معلومات ورکړل.

توقایف د "استانبول فارمول" په اړه خپلې څرګندونې روښانه نه کړې، مګر د تورکیې دغه ښار د جګړې په لومړیو اونیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و، چې د احتمالي معاملې لپاره یې یو چوکاټ رامینځته کړی و.

د ۲۰۲۵ کال په نیمایي کې، په استانبول کې د می په ۱۶مه، د جون په ۲مه او د جولای په ۲۳مه د سولې د نویو خبرو درې پړاوونه ترسره شول، چې په پایله کې یې د بندیانو سترې تبادلې وشوې او د یادښتونو مسودې چمتو شوې چې د احتمالي سولې د موافقې لپاره یې د دواړو خواوو دریځونه په ګوته کول.

 

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ