امریکایي سرتېرو ته ویل شوي چې د ایران جګړه د 'صلیبیانو او مسلمانو ترمنځ د پیل لپاره د خدای پلان دی
د یوې امریکایي څارونکې ادارې ته د ۲۰۰ څخه د ډېرو سپارل شویو شکایتونو له مخې، امریکایي قوماندانانو د اردو په هره برخه کې امریکایي سرتېرو ته ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل روانه جګړه د انجیل د قیامت د نښو یا ارماګډون (ملحمة الکبری) د پیل
د نظامي مذهبي ازادۍ بنسټ (MRFF) په وینا، امریکایي قوماندانانو خپلو سرتېرو ته ویلي چې پر ایران د امریکا بریدونه د انجیل د یوې وړاندوینې برخه ده. هغوی د "وحي کتاب" (Book of Revelation) ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ډونالډ ټرمپ په الهي ډول 'مبارک' شوی دی.
د یوې امریکایي څارونکې ادارې ته د ۲۰۰ څخه د ډېرو سپارل شویو شکایتونو له مخې، امریکایي قوماندانانو د اردو په هره برخه کې امریکایي سرتېرو ته ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل روانه جګړه د انجیل د قیامت د نښو یا ارماګډون (ملحمة الکبری) د پیل په موخه ترسره کېږي.
د نظامي مذهبي ازادۍ بنسټ (MRFF) ته په یو استول شوي شکایت کې، یوه سرتېري لیکلي: "نن سهار زموږ قوماندان د جګړې د چمتووالي په اړه غونډه په دې خبره پیل کړه چې موږ باید په ایران کې د روانو عملیاتو په اړه ونه ډار شو. هغه له موږ وغوښتل چې خپلو سرتېرو ته ووایو چې دا د 'خدای د الهي پلان یوه برخه' ده او په ځانګړي ډول یې د وحي له کتاب څخه ډېرې بېلګې راوړې چې ارماګډون او د عیسی مسیح نږدې بېرته راګرځېدو ته اشاره کوي."
دغه افسر چې د خپل ځان او په سیمه کې د خپلې ۱۵ کسیزې ډلې په استازیتوب یې دا لیک استولی، زیاته کړې چې قوماندان یې په خندا سره ویلي چې ټرمپ د عیسی مسیح له خوا ګمارل شوی ترڅو "په ایران کې ارماګډون پیل کړي او د ځمکې پر مخ د عیسی د بیا ظهور زمینه برابره کړي."
دې افسر چې خپل ځان هم عیسوی معرفي کړی، ویلي چې د قوماندان دا چلند خورا "زهرجن" او له قانوني پولو څخه وتلی و، چې په غونډه کې موجود ډېری کسان یې ټکان خوړلي (شاک) کړل.
تر اوسه پنټاګون د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي. خو په دې جګړه کې مذهبي نښې نښانې خورا زیاتې لیدل کېږي. د بریدونو له پیل یوه ورځ وروسته، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د تورات هغو احکامو ته اشاره وکړه چې د "عمالقه" (د اسراییلو یو پخوانی دښمن) په اړه دي او د هغوی د یاد له منځه وړلو امر کوي. نتنیاهو وویل: "موږ د تورات دا برخه لولو چې 'هغه څه چې عمالقه درسره کړي، یاد وساتئ'. موږ یې یاد ساتو او عمل کوو."
د نظامي مذهبي ازادۍ د بنسټ مشر مایکي وینسټین وايي، چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست له ټاکل کېدو وروسته، په پنټاګون کې د کلیسا او دولت ترمنځ پخوانۍ پولې له منځه تللي او "عیسوي ملتپالنه" په خطرناکه توګه مخ په زیاتېدو ده. نوموړي دا یو "بیړنی ګواښ" وباله.