نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي له ایرانه ووځي
امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ له خپلو اتباعو وغوښتل چې د اپریل له ۲۱مې نېټې څخه د ایران د هوایي حریم له جزوي پرانیستل کېدو وروسته، سمدستي له دغه هېواده ووځي.
امریکا له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي له ایرانه ووځي
امریکا له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي له ایرانه ووځي / Reuters

په دې سفري سپارښتنه  کې له امریکایي اتباعو غوښتل شوي چې د تازه معلوماتو لپاره ځايي رسنۍ وڅاري او د شته الوتنو په اړه له سوداګریزو هوایي شرکتونو سره مشوره وکړي.

د هغو کسانو لپاره چې د الوتنې امکان نه لري، د ارمنستان، تورکیې او ترکمنستان له لارې د ځمکنیو سرحدونو اختیارونه وړاندیز شوي دي. په ورته وخت کې یادونه شوې چې د اذربایجان ځمکنۍ پولې د عادي تګ راتګ پر مخ تړلې دي او د هاغه هېواد د حکومت مخکېنۍ اجازې ته اړتیا لري.

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې "امریکایي اتباع باید افغانستان، عراق یا د پاکستان او ایران سرحدي سیمو ته سفر ونه کړي." دا خبرداری هم ورکړل شوی چې ایراني چارواکي ښايي د دوی د وتلو مخه ونیسي او یا پر امریکایانو باندې له هېواده د وتلو درانه فیسونه ولګوي.

همدارنګه هغو کسانو ته چې د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت لري، یادونه شوې چې ایران دوه ګونی تابعیت په رسمیت نه پېژني او یوازې د ایراني اتباعو په څېر چلند ورسره کوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې په ایران کې امریکایي اتباع د پوښتنو ګروېږنو، نیول کېدو او بندي کېدو له "جدي خطر" سره مخ دي.

هغو کسانو ته چې د وتلو توان نه لري، مشوره ورکړل شوې چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي او له کړکیو څخه لرې واوسي.

پر ایران باندې د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې دوه اونیز اوربند د سې شنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر او د پوځ د مشر په غوښتنه وغځول شو. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دا اوربند به تر هغه وخته پر ځای وي چې د ایران مشرتابه د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړي؛ هغه شخړه چې د خلیج هېوادونو په ګډون یې ټوله سیمه اغېزمنه کړې ده.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله