نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان د بنو په ښار کې په نښته کې ۵ وسله وال او ۲ سرتیري وژل شوي
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د هغو وسله والو له خوا برید شوی چې ویل کیږي د هند ملاتړ ورسره دی.
د پاکستان د بنو په ښار کې په نښته کې ۵ وسله وال او ۲ سرتیري وژل شوي
د پاکستان د بنو په ښار کې په نښته کې ۵ وسله وال او ۲ سرتیري وژل شوي / Reuters

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو وسله والو او د دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د هغو وسله والو له خوا برید شوی چې ویل کیږي د هند ملاتړ ورسره دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې ۵ وسله وال وژل شوي او دوه پاکستاني سرتېري په نښته کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې، چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې TTP په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو د افغانستان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کیږي. بي اېل اې له پاکستان څخه د بلوچستان ایالت د بېلتون غوښتنه کوي او غواړي چې پر دې سیمه بلوڅان واکمن وي.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي