منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) د پنجشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې پر مهال لږ تر لږه ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي، په داسې حال کې چې په سلګونو زره نور بې ځایه شوي او له زده کړو محروم شوي دي.
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله  ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي
ماشومانو د ساتنې اداره: په غزه کې د اسرائیلو د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې له امله ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي

د مرستو رسولو دې ادارې ویلي چې د جګړې د ۱۰۰۰ ورځو په پوره کېدو سره، نړۍ په غزه کې د یو ملیون ماشومانو په ژغورلو کې پاتې راغلې ده.

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) د پنجشنبې په ورځ وویل چې په غزه کې د ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې پر مهال لږ تر لږه ۲۱۰۰۰ ماشومان وژل شوي، په داسې حال کې چې په سلګونو زره نور بې ځایه شوي او له زده کړو محروم شوي دي.

د جګړې د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت، دغې ادارې وویل چې ماشومان د خپلو کورونو، ښوونځیو او خوندیتوب له لاسه ورکولو سره سره لا هم د سولې خوبونه ویني.

د منځني ختیځ، شمالي افریقا او ختیځې اروپا لپاره د دې ادارې سیمه ییز مشر، احمد اهنداوي وویل: "په تېرو ۱۰۰۰ ورځو کې هره ورځ نړۍ په غزه کې د یو ملیون ماشومانو په وړاندې پاتې راغلې، ځکه یې د ماشومانو د وژلو او معیوبولو د مخنیوي لپاره مداخله ونه کړه."

یادې ادارې ویلي چې که څه هم د ۲۱۰۰۰ ماشومانو مړینه تایید شوې، خو اصلي شمېره ممکن له دې ډېره لوړه وي، ځکه ډېری یې لا هم تر کنډوالو لاندې دي. د راپور له مخې، له ۸۰۰،۰۰۰ څخه زیات ماشومان (چې د غزې د ماشومانو ۸۰ سلنه جوړوي) بې ځایه شوي او د ښوونځي په عمر ۶۲۵،۰۰۰ ماشومانو درې کاله رسمي زده کړې له لاسه ورکړې دي.

۲۴۵،۰۰۰ ماشومان له خطر سره مخ دي

هغه ماشومان چې له دې ادارې سره یې خبرې کړي، په دوامداره وېره کې د ژوند کیسې کوي خو لا هم د ښه راتلونکي هیله لري. ۱۴ کلنې اماني وویل: "موږ هره شېبه د مړینې له ګواښ سره مخ یو. زه هیله لرم جګړه ودرېږي ترڅو وکولی شم په غزه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او د نورو هېوادونو د نجونو په څېر له خپلو بشري حقونو برخمنه شم. په غزه کې ډېر ماشومان شته چې غږ یې نه اورېدل کېږي."

بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او اټکل کېږي چې ۲۴۵,۰۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ (بدغذايي) له ګواښ سره مخ دي، ځکه چې سیمې ته بشري مرستې خورا محدودې دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د څېړنیز کمیسیون یو وروستي راپور ته په اشارې سره وویل چې اسرائیلي چارواکو او امنیتي ځواکونو په قصدي ډول فلسطیني ماشومان په نښه کړي، چې دا د نسل وژنې، بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو تورونه راپورته کوي.

دغې ادارې د سمدستي او دایمي اوربند، د ماشومانو په وړاندې د شویو جرمونو په تړاو د حساب ورکولو، او پر اسرائیلو د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه وکړه.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې یو اوربند وشو، خو اسرائیلو په غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. په ټولیز ډول، دې جګړې تر ۷۳,۰۰۰ زیات ژوند اخیستی او غزه یې داسې ویجاړه کړې چې بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي.

 

وپلټۍ
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه پر ایران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی
هرمز په تنګي کې پر یوه امریکايي  بېړۍ د ایران د توغنديز برید له امله اته امریکايي سرتیري  ټپیان شوي
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.