ممداني : د اسلام دښمنۍ او فلسطین پر وړاندې د کرکې پر خلاف به مبارزه زما لومړیتوب وي

د نیویارک ښار ټاکل شوي ښاروال ظهران ممداني ژمنه کړې چې راتلونکې اونۍ به د دندې په پیل کې، د اسلاما فوبیا یا اسلام دښمنۍ او د فلسطینیانو پر ضد د توکمپالنې پر وړاندې مبارزه به خپل لومړیتوب وګرځوي.

By
ممداني : د اسلام دښمنۍ او فلسطین پر وړاندې د کرکې پر خلاف به مبارزه زما لومړیتوب وي / Reuters

د نیویارک ښار ټاکل شوي ښاروال ممداني ژمنه کړې چې د اسلاما فوبیا او د فلسطینیانو پر وړاندې د توکمپالنې پر ضد به مبارزه وکړي

د نیویارک ښار لومړني مسلمان ټاکل شوي ښاروال ظهران ممداني د یوې قضیې یادونه وکړه چې د یوه فلسطیني زده کونکي په اړه وه چې په غلط ډول د ډزو تور پرې لګول شوی و، او ویې ویل چې نیویارک باید د کرکې پر بنسټ ولاړو کیسو پر وړاندې ودرېږي.

د نیویارک ښار ټاکل شوي ښاروال ظهران ممداني ژمنه کړې چې راتلونکې اونۍ به د دندې په پیل کې، د اسلاما فوبیا یا اسلام دښمنۍ او د فلسطینیانو پر ضد د توکمپالنې پر وړاندې مبارزه به خپل لومړیتوب وګرځوي.

ممداني، چې د ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه به تاریخ جوړ کړي، د براون پوهنتون د فلسطیني زده کونکي مصطفی خربوچ پر وړاندې د هدفمند ځورونې کمپاین وروسته دا بیان خپور کړ.

راتلونکي ښاروال په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې خربوش د افشا کولو او د مرګ ګواښونو سره مخ شوی، وروسته له هغه چې د توطیې نظریه ‌والو هغه په ناحقه له یوې مرګونې ډزو سره وتاړه.

په نښه کول وروسته له هغې پیل شول چې د خربوش هغه انځور خپور شو چې پکې یې کفیه پر غاړه وه.

ممداني د سه‌ شنبې په ورځ وویل: «د ښاروال په توګه… زه به دا خپله دنده وبولم چې د نیویارک د ټولو اوسېدونکو درناوی وکړم، ساتنه یې وکړم او برابر يې ولمانځو، او په هر ګوټ کې د اسلام ضد او د فلسطینیانو پر ضد د توکمپالنې پر وړاندې مبارزه وکړم.»