نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران د جګړې پر پای ته رسولو، د ژوند د لګښتونو پر کنټرولولو او له اسرائیلو سره د اړیکو پر بیا ارزونه ولاړ یو سیاسي پیغام جوړوي.
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
وینس

فاکس نیوز ډیجیټل له ستراتیژۍ څخه د خبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له ناراضه رایه ورکوونکو سره د یوه نوي سیاسي اتحاد جوړولو ته مخه کړې ده.

د راپور له مخې، وینس د سه شنبې د ورځې په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له سختې ماتې وروسته د یوه خپلواک سیاسي پلیټ فارم په جوړولو پیل کړی، او د امریکا د بهرنۍ تګلارې پر ځینو اړخونو او له اسرائیلو سره د واشنګټن د اړیکو په اړه یې خپل اختلافات څرګند کړي دي.

له ټاکنو وروسته د خبرو اترو څخه یوې خبرې سرچینې ویلي چې د چهارشنبې په سهار په سپینه ماڼۍ کې یوه غونډه ترسره شوه ترڅو د ادارې چارواکي پر یوه متحد پیغام همغږي کړي.

له غونډې وروسته، وینس د ایکس (X) پر پلیټ فارم د یوه ټولپوښتونکي په حواله پوسټ وکړ، چې د بایلل شویو رایه ورکوونکو د بېرته راخپلولو لپاره یې څلور اصلي لومړیتوبونه په ګوته کړي دي: په ایران کې د جګړې پای ته رسول، د انفلاسیون او د ژوند لګښتونو کنټرولول، د "امریکا لومړیتوب" تګلارې ته پام کول، او "له اسرائیلو سره زموږ په اړیکو کې" بدلون راوستل.

د ۲۰۲۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دریځ خپلول

وینس پر ایکس له ایران سره شخړې ته په اشارې سره ولیکل: "زموږ د ماتې لامل جګړه ده."

نوموړي زیاته کړه: "ولسمشر په خپله هم تېره شپه همداسې وویل."

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي فاکس نیوز ډیجیټل ته وویل چې دا څلور لارښوونې "نوي ښي اړخي"  لوري ته د وینس پیغام او غږ څرګندوي؛ دا هغه ډله ده چې د ټرمپ په اصلي "امریکا لومړی" غورځنګ کې ریښې لري او په دې باور ده چې د امریکا بهرنۍ تګلاره له اسرائیلو سره خورا زیاته غوټه شوې ده.

دغه چارواکي ټینګار وکړ چې د وینس دا دریځ له ټرمپ څخه بشپړ پرېکون نه دی، بلکې هغو رایه ورکوونکو ته ځان رسول دي چې په شخصي توګه د ولسمشر ملاتړ کوي خو د هغه له نړیوالو ښکېلتیاوو سره مخالف دي، یا ورڅخه د پردیتوب احساس کوي.

چارواکي وویل، "وینس زموږ سړی دی،" او دغه پیغام یې د ۲۰۲۸ کال له کمپاین وړاندې د محافظه کارې رهبرۍ د راتلونکي نسل د پیاوړتیا او یوځای کولو لپاره د یوه لومړني ګام په توګه یاد کړ.

 

وپلټۍ
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلوریډا په یوه سیمه کې د ټرمپ کور ته نږدې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان وژل شوي دي.
د کولمبیا د یاغیانو پر کمپ د وینزویلا د پوځ په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي
اوکراین مسکو ته څېرمه د روسیې پر یوه لوی د تېلو په چاڼځای د برید ادعا کړې
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی