د تورکیې د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې، ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ په دغه ټیلیفوني اړیکه کې له (بلغاریا) سره د اړیکو پیاوړتیا او په ځانګړې توګه په سوداګریز سکتور کې د همکارۍ د پراختیا لپاره د انقرې پر ټینګه ارادې ټینګار وکړ.
د تورکیې ولسمشر د روسیې او اوکراین دواړو لوریو سره په دوامداره تماسونو کې د تور سمندرګي د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د انقرې هڅې هم یادې کړې.
اردوغان همدارنګه د بلغاریا په ځانګړې اقتصادي زون کې د ډرون برید له امله خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه.
نوموړي د بلغاریا لومړی وزیر د نوامبر په ۱۱-۱۲ نېټه په انټالیا کې د «COP31» د مشرانو سرمشریزې ته هم وبلۀ. تورکیه به د روان کال د نوامبر له ۹مې تر ۲۰مې نېټې پورې په انټالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د COP31 غونډې کوربه توب وکړي، چې په کې به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لوړ پوړي چارواکي او د اقلیم متخصصین ګډون وکړي.




















