نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د نوبل د جایزې کمیټه :مونږ بې پرې توب او خپلواکي به هیڅکله هم د نړۍوالو فشارونو تر اغیزو لاندې رانشي
پداسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ګټلو لپاره خپله لیوالتیا ښکاره کړې، خو داسې ښکاري چې د ناروې د نوبل کمیټې خپلواکي یې په دې لاره کې خنډ ګرځېدلې ده. دغه کمیټه ټینګار کوي چې د بهرنیو فشارونو پر وړاندې بې پرې پاتې کېږي.
د نوبل د جایزې کمیټه :مونږ بې پرې توب او خپلواکي به هیڅکله هم د نړۍوالو فشارونو تر اغیزو لاندې رانشي
/ Reuters

د نوبل د جایزې کمیټې ویلي دي چې هیڅډول نړۍوال فشارونه  به پر دوې اغیزه ونکړي او ددې کمیټې بې پرې توب او خپلواکي به تر پوښتنې لاندې راونولي.

پداسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې ګټلو لپاره خپله لیوالتیا ښکاره کړې، خو داسې ښکاري چې د ناروې د نوبل کمیټې خپلواکي یې په دې لاره کې خنډ ګرځېدلې ده. دغه کمیټه ټینګار کوي چې د بهرنیو فشارونو پر وړاندې بې پرې پاتې کېږي.

له دې وروسته چې ټرمپ په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته راستون شو، هغه په ښکاره توګه ویلي چې غواړي دغه معتبره جایزه ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې د هغه سیال، دیموکرات بارک اوباما، په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ دنده پیلولو لږ وخت وروسته دغه جایزه ګټلې وه.

د ۷۹ کلن میلیاردر ټرمپ د شپږو جګړو د پای ته رسولو ادعا کړې، که څه هم په غزه او اوکراین کې جګړې لا هم روانې دي، چې هغه وایي غواړي یې حل کړي.

د نوبل کمیټې منشي، کریستیان برګ هارپویکن، په اوسلو کې یوې مرکې کې وویل: "البته، موږ ګورو چې ځینې نوماندان د رسنیو ډېره پاملرنه ترلاسه کوي، خو دا زموږ د کمیټې په بحثونو هېڅ اغېز نه لري." هغه زیاته کړه: "کمیټه هر نوماند د هغه د وړتیاوو پر بنسټ ارزوي." د دې کال د جایزې ګټونکی به د اکتوبر په ۱۰مه اعلان شي.

ټرمپ د دې جایزې د مستحق ګڼلو لپاره ویلي چې د قاتل بنیامین نتنیاهو او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په ګډون یو شمېر بهرني مشران یا خو هغه نومولی دی یا یې ملاتړ کړی دی. خو د دې کال لپاره نومونې د جنورۍ تر ۳۱مې پورې باید وړاندې شوې وای، چې دا د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیل څخه یوازې ۱۱ ورځې وروسته وه.

د نوبل کمیټې منشي وویل: "یوازې نومول کېدل لویه لاسته راوړنه نه ده. اصلي لاسته راوړنه د جایزې ګټل دي." هغه زیاته کړه: "د هغو کسانو لیست چې نومونې کولی شي، ډېر اوږد دی." د نړۍ د هر هېواد د پارلمان غړي، وزیران، پخواني ګټونکي، او ځینې پوهنتوني استادان د نومونې حق لري. په دې توګه، زرګونه یا حتی لسګونه زره کسان د نوماندۍ وړاندیز کولی شي.

سږکال کمیټه د ۳۳۸ کسانو او سازمانونو له اوږده لیست څخه ګټونکی ټاکي. دغه لیست د ۵۰ کلونو لپاره پټ ساتل کېږي. د غوره نوماندانو لنډ لیست جوړېږي، او هر نوماند بیا د متخصصینو لخوا ارزول کېږي.

هارپویکن وویل: "کله چې کمیټه بحث کوي، د متخصصینو معلومات د بحث چوکاټ جوړوي، نه هغه څه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رسنیو پام ځان ته اړولی وي." هغه زیاته کړه: "موږ پوهېږو چې هر کال یو شمېر کمپاینونه کېږي، خو موږ هڅه کوو چې خپل بهیر داسې جوړ کړو چې د هېڅ کمپاین تر اغېز لاندې رانشو."

د ناروې د مالیې وزیر ینس سټولټنبرګ، چې د ناټو پخوانی عمومي منشي دی، د جولای په پای کې د ټرمپ سره د تعرفو په اړه د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سولې جایزې موضوع راپورته کړه. د ناروې د مالیې وزارت د دې خبرو پخلی کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې ایا دواړو د نوبل جایزې په اړه خبرې کړې وې که نه.

د ناروې د نوبل کمیټې پنځه غړي د ناروې د پارلمان لخوا ټاکل کېږي، خو کمیټه ټینګار کوي چې د دوی پرېکړې د ګوندیزو سیاستونو او حکومت څخه خپلواکې دي. د دې یوه بېلګه په ۲۰۱۰ کال کې د چین د مخالف لیو شیاوبو ته د جایزې ورکول دي، چې د ناروې او بیجینګ ترمنځ یې کلونه ډیپلوماتیکې اړیکې خرابې کړې وې.

هارپویکن وویل: "د نوبل کمیټه په بشپړه توګه خپلواکه عمل کوي او د انفرادي نوماندانو په اړه د بحث پر مهال د دې ډول مسایلو په پام کې نیولو اجازه نه ورکوي."

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي