نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا او جاپان ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل
توکیو وايي چې دغه تمرین د متحدینو هوډ روښانه کړ ترڅو د “یو اړخیز بدلون” پر ضد ودرېږي، څو ورځې وروسته له هغه چې بیجینګ او مسکو نږدې اوبو ته بم غورځونکي او سمندري واحدونه واستول.
امریکا او جاپان ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل
امریکا او جاپان ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل / Reuters

امریکا او جاپان له هغه وروسته ګډ هوایي تمرینونه ترسره کړل چې د چین او روسیې ګډې ګزمې د جاپان هوايي حریم ته نږدې شوې وې.

توکیو وايي چې دغه تمرین د متحدینو هوډ روښانه کړ ترڅو د “یو اړخیز بدلون” پر ضد ودرېږي، څو ورځې وروسته له هغه چې بیجینګ او مسکو نږدې اوبو ته بم غورځونکي او سمندري واحدونه واستول.

د توکیو د ګډو ځواکونو لوی درستیزانو وویل، د امریکا او جاپان پوځي الوتکو د پنجشنبې په ورځ ګډ تمرینونه ترسره کړل، چې د چین او روسیې لخوا جاپان ته نږدې د هوايي او سمندري ګزمو د همغږۍ څخه یوازې دوه ورځې وروسته او د بیجینګ او توکیو ترمنځ د اونیو ډیپلوماټیکو شخړو وروسته د اتحاد د ځواک روښانه څرګندونه وه.

د ګډو ځواکونو مشرتابه په ايکس کې په یوه اعلامیه کې وویل “ :د دې تمرین له لارې، موږ د جاپان او متحده ایالاتو قوي هوډ تایید کړ چې د زور له لارې به د موجود وضعیت هېڅ ډول یو اړخیز بدلون ته اجازه ورنکړو، او همدارنګه مو د ځان‌ دفاعي ځواکونو او د امریکا پوځ چمتووالی وسپړلو.”

د سې شنبې په ورځ، چین او روسیې د ګډو روزنیزو ماموریتونو لپاره بمبار کونکي، سمندري کښتۍ او د الوتکې وړونکې کښتۍ ځای پر ځای کړې چې د جاپان شاوخوا سیمو څخه تېرې شوې.

"د روسیې–چین ګډه ګزمه د کوم درېیم هېواد پر ضد نه ده"

د روسیې د دفاع وزارت وویل چې ګډه ګزمه د کوم درېیم هېواد پر ضد نه ده ترسره شوې، په داسې حال کې چې چین وویل دغه مأموریت د سیمې د امنیتي ننګونو د حل او ثبات د ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو ګډ توان څرګندوي.

د مسکو په وینا، دا اته ساعته هوايي ګزمه کې د روسیې Tu-95MS او د چین H-6K بمبار الوتکې شاملې وې چې د جاپان سمندر (چې د ختیځ سمندر په نوم هم پېژندل کېږي)، د ختیځ چین سمندر او د لوېدیځ ارام سمندر پر فضا الوتلې. دا د ګډو پوځي مانورونو د هغه زیاتېدونکي لړۍ برخه ده چې په توکیو او واشنګټن کې یې دفاعي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د پنجشنبې د امریکا–جاپان ګډې روزنې د متحدینو د هغو فعالیتونو دوام دی چې په هند–پاسیفیک سیمه کې یې کچه لوړه شوې، ځکه چې سیمه ییزې ترینګلتیاوې زیاتېږي او امنیتي جبهې لا پسې روښانه کېږي.

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ