د امریکا او ایران ترمنځه په اټومي مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی

امریکا او ایران په مذاکراتو کې د ښه پرمختګ نه خبر ورکړی دی

/ Reuters

یوه امریکایي چارواکي وویل، امریکا او ایران په مستقیم او غیر مستقیمو خبرو اترو کې "ډیر ښه پرمختګ کړی.

دې چارواکي د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "موږ موافقه وکړه چې راتلونکې اونۍ بیا سره وګورو او د خپلو عماني شریکانو څخه د دې خبرو اترو د اسانتیا لپاره او د خپلو ایټالوي شریکانو څخه چې نن یې زموږ کوربه توب وکړ، مننه کوو."

چارواکي وویل چې په روم کې د خبرو اترو دوهم پړاو له څلورو ساعتونو څخه ډیر دوام وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرې اترې "رغنده او ښې" وبللې.

هغه د ایران دولتي تلویزیون ته وویل: "دا ځل موږ وکولی شو چې د اصولو او اهدافو په لړۍ کې ښه تفاهم ته ورسیږو."

عراقچي د بل پړاو څخه مخکې  وویل  چې د دواړو خواوو ترمنځ به د متخصصینو په کچه تخنیکي بحثونه ترسره شي چې د چهار شنبې پر ورځ پیلیږي.

مخکې له دې، د ایران خبري اژانس ایرنا وویل چې دریم پړاو به راتلونکې اونۍ ترسره شي، پرته له دې چې ځای مشخص کړي.

د امریکا او ایران د اټومي خبرو اترو د بیا پیل په مسئله کې چین او روسیه چیرته ولاړ دي؟

بیجینګ او مسکو د امریکا او ایران د اټومي شخړې په اړه د دوی په چلند کې مختلفې لارې تعقیب کړې دي. خو دواړه هېوادونه د خبرو اترو له لارې د حل لارې په لټه کې دي.

غیر مستقیم اټومي خبرې اترې، چې تېره شنبه په مسقط کې پیل شوې، د ایران د اټومي پروګرام په اړه متمرکزې وې، چې دواړه خواوې د عمان له لارې د منځګړي په توګه اړیکه نیسي.

عراقچي د ۲۰۱۵ کال د تړون مذاکره کوونکی و. د هغه امریکایي سیال، سټیو ویټکوف، د املاکو یو لوی سوداګر دی چې ټرمپ هم د اوکراین په اړه د خبرو اترو دنده سپارلې ده.

ایران اوس مهال تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم غني کوي، چې د تیر تړون د  حد څخه ډیر لوړ دی مګر لاهم د وسلو د درجې موادو لپاره اړین ۹۰ سلنې حد څخه ښکته دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که چیرې د ایران سره موافقې ته ونه رسیږي کیدای شي چې ددې هیواد پر اټومي  تاسیساتو برید وکړي.