نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
ټرمپ وویل ، "زیلینسکي په ډیره بې پروا  او  ښکاره توګه، د هغو ټولو پیسو سره سره چې اروپا او درغلي کوونکي جو بایډن په تېر کې هغه ته ورکړي، دا جګړه نه غواړي پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې نه وي غوښتي."
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
ټرمپ

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نیوکه وکړه چې په روسیه کې د ډیزلو د چاڼځایونو په په نښه کولو سره د ډیزلو نړیوالو بازارونو ته جدي زیان رسوي او د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا نه لري.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د «ټروټ سوشل (TruthSocial)» په نوم ټولنیزې شبکې کې په خپله پاڼه کې خپرې کړې دي.

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سولې خبرې اترې پرمخ وړي، وویل چې نه غواړي داسې کوم کار وکړي چې روسیه په «احمقانه ډول» د خبرو له مېز څخه لرې کړي.

ټرمپ ادعا وکړه چې په خبرو اترو کې، چې د یرغمل شویو کسانو پر سر روانې خبرې هم پکې شاملې دي، لوی پرمختګ شوی او ټینګار یې وکړ چې هغه کولای شي د سولې هوکړه‌لیک «په هر هغه وخت کې چې ویې غواړي» لاسلیک کړي.

ټرمپ د دې په څرګندولو سره چې روسیې له ایران سره د مرستې لپاره ډېر لږ کار کړی او «حتی هېڅ یې نه دي کړي»، زیاته کړه: «او زه غواړم دا وضعیت همداسې وساتم، او تر هغې به یې وساتم چې احمق خلک پکې مداخله ونه کړي.»

"زیلینسکي دا جګړه نه غواړي پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې نه وي غوښتي"

له بلې خوا، ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نیوکه وکړه چې په روسیه کې د ډیزلو چاڼځایونه په داسې حال کې په نښه کوي چې پوهېږي دا کار د امریکا په ګډون د ډیزلو نړیوالو بازارونو ته جدي زیانونه رسوي.

ټرمپ وویل چې د دغو بریدونو له امله کروندګرو او نورو سوداګریو ته لوی زیان اوښتی دی، خو له دې سره سره یې دې ته پام واړاوه چې روسیه نړۍ ته په ټیټه بیه میلیونونه بېرله ډیزل لېږي.

ټرمپ وویل: «زیلینسکي پروا نه لري او په ښکاره توګه، د هغو ټولو پیسو سره سره چې اروپا او درغلي کوونکي (پخواني ولسمشر) جو بایډن په تېر کې هغه ته ورکړي، نه غواړي دا جګړه پای ته ورسوي او ښايي هېڅکله یې نه وي غوښتي. دوه کاله وړاندې هغه کولای شول چې د اوس په پرتله ډېره غوره هوکړه وکړي.»

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې «د زیلینسکي هېواد په ویجاړ حالت کې دی، د خاورې لویه برخه یې له لاسه ورکړې، او نارینه نفوس یې یا ټپي او یا وژل شوی دی»، یادونه وکړه چې هغه غواړي د اوکراین او روسیې ترمنځ دا جګړه چې د ۲۰۲۲م کال له فبرورۍ راهیسې روانه ده، ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

 

وپلټۍ
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستاني پوځ او افغان ځواکونو ترمنخه یو ځل بیا د نښتو نه خبر ورکړ شوی دی
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي