ناټو د تورکیې فضا ته داخل شوی یو بالستیک توغندی چې له ایرانه راتوغول شوی وو شنډ کړ

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي، هغه بالستیک توغندی چې له ایرانه توغول شوی و او د تورکیې هوايي قلمرو ته داخل شوی و، په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د هوايي او توغندیزو دفاعي وسایلو په واسطه چې هلته ځای پر ځای دي، شنډ کړای شو.

By
ناټو د تورکیې فضا ته داخل شوی یو بالستیک توغندی چې له ایرانه راتوغول شوی وو شنډ کړ / AA


انقره وايي، له ایرانه توغول شوی یو توغندی په ختیځه مدیترانه کې د هوايي او توغندیزو دفاعي سیسټمونو په واسطه شنډ شوی دی.

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي، هغه بالستیک توغندی چې له ایرانه توغول شوی و او د تورکیې هوايي قلمرو ته داخل شوی و، په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د هوايي او توغندیزو دفاعي وسایلو په واسطه چې هلته ځای پر ځای دي، شنډ کړای شو.

دا د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې څلورم توغندی دی چې مخه یې نیول کېږي.

وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "یو بالستیک توغندی، چې معلومه شوه له ایرانه توغول شوی او د تورکیې فضا ته داخل شوی و، په ختیځه مدیترانه کې د ناټو د هوايي او توغندیزو دفاعي وسایلو لخوا شنډ شوی دی."

وزارت زیاته کړه چې ترکیه هر ډول احتمالي ګواښ ته په پرېکنده توګه ځواب ورکوي او په سیمه کې پرمختګونه له نږدې څاري.

په اعلامیه کې راغلي: "زموږ د هېواد د خاورې او هوايي قلمرو پر وړاندې د هر ډول ګواښ په مقابل کې په پرېکنده توګه او له ځنډ پرته ټول اړین اقدامات ترسره کېږي، او په سیمه کې ټول پرمختګونه زموږ ملي امنیت ته په لومړیتوب ورکولو سره له نږدې څارل کېږي."