نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې یوه طرحه تصویب کړه چې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سې شنبې په ورځ د پریکړه لیک یوه طرحه تصویب کړه چې په اوکراین کې د هراړخیز، عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه کوي؛ روسیې د دې پریکړه لیک په خلاف رایه ورکړه او متحده ایالاتو بې طرفه رایه وکاروله.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې  یوه طرحه تصویب کړه چې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې یوه طرحه تصویب کړه چې په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي / Reuters
25 فبروري 2026

ملګرو ملتونو د اوربند پریکړه لیک په داسې حال کې تصویب کړ چې د اوکراین جګړه پنځم کال ته ننوته

دا پریکړه لیک چې د اوکراین لخوا وړاندې شوی و او د ۴۵ څخه زیاتو هیوادونو یې ملاتړ کاوه، په ۱۰۷ موافقو او ۱۲ مخالفو رایو سره تصویب شو، په داسې حال کې چې ۵۱ هیوادونو سپینې (بې طرفه) رایې ورکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د سې شنبې په ورځ د پریکړه لیک یوه طرحه تصویب کړه چې په اوکراین کې د هراړخیز، عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه کوي؛ روسیې د دې پریکړه لیک په خلاف رایه ورکړه او متحده ایالاتو بې طرفه رایه وکاروله.

دا پریکړه لیک چې د اوکراین لخوا وړاندې شوی او د ۴۶ هیوادونو لخوا یې ملاتړ شوی و، د جګړې سیمه ییزې او نړیوالې اغیزې روښانه کړې او پر "ملکي وګړو، ملکي ځایونو او حیاتي انرژۍ زیربناوو" باندې د روسیې د دوامداره بریدونو په اړه یې خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه، چې بشري وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.

اسمبلۍ یو ځل بیا د اوکراین پر حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا، په شمول د ځمکنیو اوبو، خپل قوي هوډ تایید کړ.

پریکړه لیک د "سمدستي، بشپړ او غیر مشروط اوربند" غوښتنه وکړه او همدارنګه یې "د جنګي بندیانو بشپړ تبادله، د ټولو په ناقانونه توګه نیول شویو کسانو خوشې کول، او د هغو ملکي وګړو په شمول د ماشومانو بېرته راستنېدل چې په زوره لیږدول شوي یا شړل شوي دي، د باور جوړونې د یو مهم ګام په توګه" یاد کړل.

په ورته وخت کې، متحده ایالاتو د پریکړه لیک لپاره د "وېش وړاندیز" (Motion for division) وکړ، ترڅو د پریکړه لیک ځینې برخې له متن څخه جلا او په جلا توګه پرې رایه واخیستل شي.

دا وړاندیز د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې، ماریانا بیټسا لخوا په کلکه رد شو او دا یې "خورا د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ" وباله.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو مرستیالې استازې، ټامي بروس استدلال وکړ: "زموږ نظر دا دی چې په پریکړه لیک کې ځینې کارول شوې ژبه احتمال لري چې د روانو مذاکراتو پام بل لور ته واړوي، د دې پر ځای چې د ټولو هغو ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ وکړي چې ممکن د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

وپلټۍ
سویلي کوریا او پولنډ دفاعي اړیکې پیاوړې کوي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سانچیز بیجینګ ته د سفر پر مهال د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سوداګریز واټن ناپایه وباله
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی
پاکستان د ایران او امریکا څخه د اوربند ژمنو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه
ترکي څارنوالانو  د نیټنیاهو او ۳۴ نورو کسانو لپاره د عمر قید غوښتنه وکړه
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد