پولنډ په مسکو کې پر روسي جنرال په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل

پولنډ د روسیې هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې د مسکو په زړه کې د روسیې د نظامي استخباراتو د یوه لوړپوړي افسر د ترور په هڅه کې د پولنډ امنیتي خدماتو لاس درلود.

By
پولنډ په مسکو کې پر روسي جنرال په برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل / Reuters

وارسا هغه تورونه چې ګواکې پولنډي امنیتي ادارې د یوه روسي جنرال د ترور په هڅه کې لاس لري ناسم معلومات وبلل او پدې برید کې هر ډول لاس لرل په کلکه توګه رد کړل.

پولنډ د روسیې هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې د مسکو په زړه کې د روسیې د نظامي استخباراتو د یوه لوړپوړي افسر د ترور په هڅه کې د پولنډ امنیتي خدماتو لاس درلود.

د پولنډ د نظامي استخباراتو د برخې مشر، برید جنرال یاروسلاو ستروژیک (Jaroslaw Strozyk)، د سه شنبې په ورځ وویل چې د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې ادعاوې "کلاسیک ناسم معلومات" دي چې موخه یې یوازې د روسیې خلکو اذهان بدلول دي.

روسي چارواکو ویلي وو چې د روسیې د نظامي استخباراتو د ادارې (GRU) مرستیال، ډګر جنرال ولادیمیر الکسییف (Vladimir Alexeyev)، د فبرورۍ په ۶مه په مسکو کې څو ځله په ډزو ویشتل شوی او روغتون ته وړل شوی دی. بریدګر له سیمې تښتېدلی و. هغوی وروسته وویل چې یو ۶۶ کلن اوکرایني توکمه روسي تبعه، لیوبومیر کوربا (Lyubomir Korba)، له دوبۍ څخه روسیې ته سپارل شوی او پر الکسییف د برید په تور تورن شوی دی.

د روسیې استخباراتي ادارې (FSB) ادعا کړې وه چې دا برید د اوکراین د استخباراتو لخوا تنظیم شوی و او پولنډي ادارو د مشکوک کس په ګمارلو کې مرسته کړې وه. روسي رسنیو دا ادعا هم کړې وه چې د کوربا زوی، چې د پولنډ تبعه دی او په کاتوویتسه (Katowice) ښار کې اوسېږي، د پولنډي استخباراتو تر څار لاندې یې د خپل پلار په ګمارلو کې همکاري کړې ده.

ستروژیک د پولنډ دولتي خبري اژانس (PAP) ته په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې په روسیه او بیلاروس کې د ترور یا تخریب په چارو کې د پولنډ د ښکیلتیا راپورونه له ځانه جوړ شوي دي ترڅو داسې روایت پیاوړی کړي چې ګواکې روسیه او بیلاروس د ناټو او لوېدیځو هېوادونو تر دوامداره فشار لاندې دي.

هغه زیاته کړه چې پولنډي استخباراتي ادارې د قانون په رڼا کې او د لومړي وزیر او ولسمشر په ګډون د لوړپوړو دولتي چارواکو تر سیاسي څارنې لاندې فعالیت کوي.