نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین او اسپانیا د نړۍ د «ماتېدونکي» نظم په درشل کې د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه وکړه
چین او اسپانیا ژمنه کړې چې اړیکې به ژورې کړي او نړیواله سوله او پراختیا به خوندي کړي. دا ژمنه په بیجینګ کې د ولسمشر شي جین پینګ او د اسپانیا د لومړي وزیر پدرو سانچیز ترمنځ په کتنه کې وشوه، چې پکې ولسمشر شي د نړۍ اوسنی نظم «ماتېدونکی» وباله.
چین او اسپانیا د نړۍ د «ماتېدونکي» نظم په درشل کې د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه وکړه
چین او اسپانیا د نړۍ د «ماتېدونکي» نظم په درشل کې د اړیکو د پیاوړتیا ژمنه وکړه / Reuters


د اسپانیا لومړي وزیر سانچیز وویل چې نړیوال قوانین په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کیږي او د سولې او سوکالۍ د ودې لپاره یې د نږدې اړیکو غوښتنه وکړه.

چین او اسپانیا ژمنه کړې چې اړیکې به ژورې کړي او نړیواله سوله او پراختیا به خوندي کړي. دا ژمنه په بیجینګ کې د ولسمشر شي جین پینګ او د اسپانیا د لومړي وزیر پدرو سانچیز ترمنځ په کتنه کې وشوه، چې پکې ولسمشر شي د نړۍ اوسنی نظم «ماتېدونکی» وباله.

بیجینګ ته د سانچیز دا سفر په داسې حال کې کیږي چې ډېری لویدیځ حکومتونه د امنیتي او سوداګریزو ننګونو سره سره له چین سره د اړیکو ساتلو هڅه کوي، ځکه د خپل اصلي متحد (امریکا) د پالیسیو په اړه یې ناخوښي مخ په زیاتېدو ده.

شي د سه شنبې په ورځ وویل: «په نننۍ نړۍ کې ګډوډي زیاته ده او نړیوال نظم د ماتېدو په حال کې دی.» هغه زیاته کړه چې د اړیکو ژورول د چین او اسپانیا دواړو په ګټه دي. هغه د قانون د حاکمیت د تامین، په ګډه د رښتیني څو اړخیز پالنې  څخه د دفاع او د نړۍ د سولې او پراختیا د ساتنې لپاره د پیاوړې اړیکې او باور غوښتنه وکړه.

سانچیز هم وویل چې نړیوال قوانین په تکراري ډول زیانمن شوي او د سولې او هوساینې د ودې لپاره یې د نږدې اړیکو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «نن تر بل هر وخت ډېره اړتیا ده چې په ګډه د چین او اروپایي ټولنې ترمنځ یو لا پیاوړی پیوستون رامنځته کړو.»

سانچیز چې سږکال بیجینګ ته د برېتانیا، کاناډا، فنلنډ او ایرلنډ د مشرانو له سفرونو وروسته چین ته تللی، له چین څخه یې وغوښتل چې په نړیوالو مسایلو کې لوی رول ولوبوي. هغه وویل چې دا مسایل له اقلیمي بحران څخه نیولې تر امنیت، دفاع او له نابرابرۍ سره تر مبارزې پورې غځېدلي دي. هغه له اروپا وغوښتل چې خپلې هڅې دوه چنده کړي، ځکه چې متحده ایالاتو له ډېرو دغو ډګرونو څخه د وتلو پرېکړه کړې ده.

اسپانیا په اروپا کې د سوداګرۍ د پراخولو یو له هغو مهمو ملاتړو څخه دی چې چین ته د یوه اقتصادي او جیوپولیټیک سیال (لکه څرنګه چې ټرمپ ورته ګوري) پر ځای، د یوه ستراتیژیک متحد په سترګه ګوري.

سانچیز بیجینګ ته د خپل درې ورځني سفر په پیل کې، له اروپایي ټولنې سره د چین د سوداګرۍ نابرابري «ناپایه» وبلله. دا په تېرو څلورو کلونو کې بیجینګ ته د هغه څلورم سفر دی."

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی