منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د بریدونو پر وړاندې د 'باوري ضمانتونو' غوښتنه وکړه او امریکا او اسرائیل یې په تېري تورن کړل .
په ملګرو ملتونو کې د تهران استازي ویلي چې ایران د تېلو په بډایه فارس خلیج کې د امنیت د تامین لپاره، د امریکا او اسرائیل د بل برید په وړاندې ضمانتونو ته اړتیا لري.
ایران د بریدونو پر وړاندې د 'باوري ضمانتونو' غوښتنه وکړه او امریکا او اسرائیل یې په تېري تورن کړل .
ایران د بریدونو پر وړاندې د 'باوري ضمانتونو' غوښتنه وکړه او امریکا او اسرائیل یې په تېري تورن کړل . / Reuters

په ملګرو ملتونو کې د تهران استازي، ایرواني وویل: "هغو کسانو چې د نړیوالو بېړیو چلولو په اړه یې اندېښنه ښودلې، هېڅ یو یې زړه نه ښه کوي چې په نننۍ ناسته کې دغه ترهګریز عمل (کلابندۍ) ته اشاره وکړي یا یې وغندي."

په ملګرو ملتونو کې د تهران استازي ویلي چې ایران د تېلو په بډایه فارس خلیج کې د امنیت د تامین لپاره، د امریکا او اسرائیل د بل برید په وړاندې ضمانتونو ته اړتیا لري.

سفیر امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا هغې غونډې ته وینا وکړه چې د بحرین په نوښت جوړه شوې وه او په کې لسګونو هیوادونو د هرمز تنګي د کنټرولولو له امله پر ایران نیوکې وکړې.

ایرواني غونډې ته وویل: "په فارس خلیج او پراخه سیمه کې تلپاتې ثبات او امنیت یوازې د ایران په وړاندې د تېري د دایمي بندیدو، د بیا نه تکرار د باوري ضمانتونو، او د ایران مشروع حاکمیت او ګټو ته د بشپړ درناوي له لارې ترلاسه کیدی شي."

وروسته خبریالانو سره په خبرو کې، ایرواني شکایت وکړ چې هېوادونو یوازې پر ایران نیوکې وکړې، خو د امریکا لخوا لګول شوې سمندري کلابندي (Blockade) یې یاده نه کړه. هغه زیاته کړه: "خو له هغو کسانو څخه چې د نړیوالو بېړیو چلولو په اړه یې اندېښنه ښودلې، هېڅ یو یې زړه نه ښه کوي چې په نننۍ ناسته کې دغه ترهګریز عمل ته اشاره وکړي یا یې وغندي."

'بې ځایه او پراخ تېری'

ایرواني همدا راز امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د "بې ځایه او پراخ تېري" په پیلولو تورن کړل او هغوی یې د تاوتریخوالي زیاتولو او د هرمز تنګي په سمندري امنیت کې د ګډوډۍ رامنځته کولو مسؤل وبلل.

هغه وویل: "د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، متحده ایالاتو او اسرائیلي رژیم د ایران پر وړاندې یو بې ځایه او پراخ یرغل پیل کړی دی." هغه ادعا وکړه چې دا اقدامات د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده او سیمه ییز او نړیوال ثبات دواړه ګواښي. هغه پر امریکا تور پورې کړ چې سمندري کلابندي یې لګولې، د ایران سوداګریزې کښتۍ یې نیولې او عمله یې زنداني کړې ده؛ هغه اقدامات چې ده غیرقانوني او د "سمندري غلا"  په څېر وبلل.

ایرواني وویل: "دا خطرناک او زیاتېدونکي اقدامات له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده... او د تېري په مانا دي."

نوموړي زیاته کړه چې ایران د هرمز تنګي د یو ساحلي هېواد په توګه، د بېړیو د خوندي تګ راتګ د ډاډمنولو او د دښمنانه نظامي موخو لپاره د دې اوبلارې د کارولو د مخنیوي لپاره "اړین او عملي ګامونه" پورته کړي دي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله