منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل: «له ګاونډیانو او په ځانګړې توګه له تورکیې سره د ایران اړیکې لکه څرنګه چې مونږ يي غواړو په هغه کچه کې دي.»
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
بقایی

بقایي وویل چې «د ایران او تورکیې ترمنځ اړیکې په ټولو برخو کې ځانګړې دي.»

اسماعیل بقایي په پلازمېنه تهران کې په خپله اونیزه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

بقایي په دې بیان سره چې امریکا د «اقتصادي جګړې» د اغېز د زیاتولو په موخه پر خپلو سوداګریزو شریکانو فشار راوړي ترڅو د ایران خلاف ګامونه پورته کړي او د دغه فشار د لوړولو لپاره له رسنیو هم ګټه اخلي، زیاته کړه:

 «له ګاونډیانو او په ځانګړې توګه له تورکیې سره د ایران اړیکې په مطلوب او لوړه کچه کې دي. په ډېری مسایلو، په ځانګړې توګه د صهیونیستي رژیم د سلطې غوښتنې د هڅو په اړه مشترکې اندېښنې او بېلابېل ګډ لیدلوري لرو. زموږ ډیپلوماټیکه دستګاه هڅه کوي چې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې د امریکا د بریا مخه ونیسي.»

«د سیمې هېوادونو ته سپارښتنه کوو چې د یمن په اړه حقایق وګوري»

په سعودي عربستان کې پر نللیکو د بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بقایي ادعا وکړه چې ایران د یمن په پرمختګونو کې مستقیم لاس نه لري.

بقایي وویل: «ایران د یمن په مسایلو کې لاسوهنه نه کوي. موږ د سیمې هېوادونو ته سپارښتنه کوو چې د یمن په اړه شته حقایق درک کړي.»

«سعودي عربستان د عمان ناستې د ځنډولو غوښتنه کړې وه»

د ایران ویاند د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي د هغې پرېکړې په اړه چې د هرمز تنګي په تړاو جوړېدونکې سیمه ییزه ناسته وځنډېده، وویل: «سعودي عربستان په مسقط کې د ناستې د ځنډولو غوښتنه کړې وه.»

د عمان د بهرنیو چارو وزیر پرون اعلان وکړ چې د هرمز تنګي په اړه د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ ناسته چې ټاکل شوې وه د سپتمبر پر ۱۴مه ترسره شي، ځنډېدلې ده.

 

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و