هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د افغانستان د کورنیو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «لومړني معلومات ښيي چې اووه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.»
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د جمعې په ورځ د هرات ولایت په یوه تفریحي سیمه کې وسله والو پر ملکي وګړو برید کړی، چې لږ تر لږه اووه کسان یې وژلي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «لومړني معلومات ښيي چې اووه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.»
ښاغلي قانع ویلي، «ناپېژانده موټرسایکل سپرو وسله والو» د هرات ښار په سویل لوېدیځ کې یوه کلي ته نږدې پر ملکي وګړو برید کړی دی.
یوه هراتي چارواکي ویلي، چې دا برید د سید محمد اغا په نوم د شیعه ګانو د یوه زیارت په شاوخوا کې شوی دی.
د هرات د اطلاعاتو رئیس مولوي احمدالله متقي د خپل دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «امنیتي ځواکونو له پېښې سمدستي وروسته غبرګون ښودلی، یو شکمن کس یې نیولی او هڅې روانې دي چې نور عاملین یې هم وپېژندل شي او ونیول شي.»
دغه هراتي چارواکي د مرګژوبلې شمېر بل ډول ښودلی او ویلي یې دي چې په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.
خو ځینو ځايي خلکو بیا د مرګ ژوبلې رقم لوړ ښودلی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته په هېواد کې کله ناکله بریدونه شوي، چې یوه بېلګه یې د جنورۍ په میاشت کې په پلازمېنه کابل کې پر یوه چینايي رستورانت خونړۍ چاودنه وه.
طالب چارواکو ژمنه کړې چې له لسیزو جګړو وروسته به په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.