منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
حوثیانو په سمندرونو کې د اسرائېلو پر خلاف د بریدونو د نوې مرحلې د پیلولو نه خبر ورکړ
د دې ډلې  وسله والو ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي  چې دا مرحله "هغه ټولې کښتۍ په نښه کوي چې د اسرائیلي بندرونو سره تړاو لري، پرته له دې چې د شرکت مليت ته وکتل شي."
حوثیانو په سمندرونو کې د اسرائېلو پر خلاف د بریدونو د نوې مرحلې د پیلولو نه خبر ورکړ
/ AA

د یمن حوثي ډلې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې د روانې نسل وژنې او ظلم په غبرګون کې  دوی پرېکړه کړې ده چې خپلې پوځي عملیات پراخ کړي او د اسرائیلو پر وړاندې د "سمندري بندیز" څلورمه مرحله پیل کړي.

د دې ډلې  وسله والو ځواکونو په یوه بیان کې ویلي دي  چې دا مرحله "هغه ټولې کښتۍ په نښه کوي چې د اسرائیلي بندرونو سره تړاو لري، پرته له دې چې د شرکت مليت ته وکتل شي."

حوثیانو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو اړوند ټولې  کښتۍ به " پرته له دې چې د دوی منزل څه وي، په هر هغه ځای کې چې زموږ توغندي یا ډرونونه ور رسېدلی شي په نښه شي."

دې ډلې له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې که دوی غواړي د دې کړکېچ مخه ونیسي، نو پر دښمن دې فشار راوړي چې خپل بریدونه ودروي او د غزې محاصره دې ختمه کړي. "حوثیانو ویلي دي چې په دې نړۍ کې هېڅ آزاد انسان په غزه کې روان وضعیت زغملی نشي."

حوثیانو د اسرائیلو پر وړاندې د توغندیو او ډرون بریدونه زیات کړي دي، له هغه وروسته چې د اسرائیلو ځواکونو په مارچ کې د غزې پر وړاندې بریدونه بیا پیل کړل.

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر راهیسې، دې ډلې د غزې د فلسطینیانو ملاتړ لپاره په سره سمندر، د عدن په خلیج او عربي سمندر کې تجارتي کښتۍ هم په نښه کړې دي. د ویلو ده چې  دوې دا بریدونه په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر غبرګون کې کوي . اسرائیلو په غزه کې په بریدونو کې تر ۵۹,۸۰۰ زیات فلسطینیان وژلي چې ډیری ښځې او ماشومان دي.

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ