نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اروپايي ټولنه : د روسیې کنګل شوې شتمني روسیې ته بیرته ورکول ناشوني ښکاري
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د جګړې له امله په اروپايي ټولنه کې کنګل شوي روسي شتمنۍ د مسکو لخوا اوکراین ته د تاوان د پیسو د ورکولو پورې  بېرته ورکول ناشوني دي.
اروپايي ټولنه : د روسیې کنګل شوې شتمني روسیې ته بیرته ورکول ناشوني ښکاري
/ AP

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د جګړې له امله په اروپايي ټولنه کې کنګل شوي روسي شتمنۍ د مسکو لخوا اوکراین ته د تاوان د پیسو د ورکولو پورې  بېرته ورکول ناشوني دي.

هغې خبریالانو ته د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې څخه مخکې په کوپنهاګن کې وویل: "موږ نشو تصور کولی چې ... که ... اوربند یا د سولې تړون وشي، دا شتمنۍ بېرته روسیې ته ورکړل شي  تر کومه چې هغوی د تاوانونو پیسې نه وي ورکړې."

اروپایي اتحادیه وایي چې د روسیې شاوخوا ۲۱۰ میلیارده یورو (۲۴۵.۸۵ میلیارده ډالر) شتمنۍ د اوکراین پر وړاندې د مسکو د یرغل له امله د بندیزونو لاندې کنګل شوي دي.

اوکراین او د اروپایي اتحادیې ځینې هېوادونه، لکه پولنډ او د بالتیک هېوادونه، غوښتنه کوي چې اتحادیه دې دغه شتمنۍ ضبط کړي او د کیف ملاتړ لپاره یې وکاروي.

خو د اروپایي اتحادیې لوی هېوادونه لکه فرانسه او جرمني — او بلجیم چې ډېری شتمنۍ په کې ساتل شوې دي — د دې غوښتنو مخالفت کړی دی.

هغوی ویلي چې اروپایي اتحادیې د دې شتمنیو راتلونکې ګټې د اوکراین د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي او پوښتنه یې کړې چې آیا د دې شتمنیو ضبط کولو لپاره قانوني بنسټ شته که نه.

دیپلوماتان وایي چې اوس بحث دې ته اړول شوی چې دغه پیسې څنګه کارول کېدای شي، کله چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي.

وپلټۍ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.