منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
حوثيانو بېړۍ چلوونکو شرکتونو ته د سعودي بندرونو د نه کارولو خبرداری ورکړ
د هغو برېښنالیکونو له مخې چې حوثيانو بېلابېلو شرکتونو ته لېږلي، د بېړۍ چلوونې شرکتونه باید په سعودي بندرونو کې مالونه بار یا ښکته نه کړي، او د دې کار ترسره کول به د دې لامل شي چې بېړۍ په "هر ځای کې" د یمني حوثيانو تر هدف لاندې راشي.
حوثيانو بېړۍ چلوونکو شرکتونو ته د سعودي بندرونو د نه کارولو خبرداری ورکړ
حوثيانو بېړۍ چلوونکو شرکتونو ته د سعودي بندرونو د نه کارولو خبرداری ورکړ

حوثيانو ویلي چې د سعودي عربستان د سمندري کلابندۍ له اعلان وروسته، هره سرغړونه د بندیزونو او بریدونو لامل کېدای شي.

د هغو برېښنالیکونو له مخې چې حوثيانو بېلابېلو شرکتونو ته لېږلي، د بېړۍ چلوونې شرکتونه باید په سعودي بندرونو کې مالونه بار یا ښکته نه کړي، او د دې کار ترسره کول به د دې لامل شي چې بېړۍ په "هر ځای کې" د یمني حوثيانو تر هدف لاندې راشي.

حوثيانو د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې سمندري کلابندي اعلان کړه، چې له ایران سره د امریکا په جګړه کې یې یوه نوې احتمالي جبهه پرانیستله او له خلیج څخه بهر یې د انرژۍ نړیوالو سرچینو او سوداګرۍ ته ګواښونه زیات کړل.

د جولای د ۲۰مې په برېښنالیک کې، چې ډېرو شرکتونو ترلاسه کړی، راغلي: "بېړۍ د سعودي په هر بندر کې د مالونو له بارولو یا ښکته کولو څخه منع دي." په دغه پیغام کې چې رویټرز خبري اژانس هم لیدلی، زیاته شوې: "موږ ستاسو شرکت ته په کلکه سپارښتنه کوو چې په خپلو ټولو معاملو کې بشپړ احتیاط او دقت وکړي."

په برېښنالیک کې ویل شوي چې دا نوي شرایط د جولای په ۲۰مه، د ګرینویچ په وخت په ۱۲:۰۱ بجو نافذ شول. د حوثيانو د 'بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز'  چې په صنعا کې دی، ویلي: "هر ډول دا ډول فعالیت به سرغړونکې بېړۍ له بندیزونو سره مخ کړي. سربېره پردې، هغوی د یمني وسله والو ځواکونو د عملیاتي لاسرسي په هره سیمه او هر ځای کې تر برید لاندې راتلای شي."

د سرې بحیرې  د سویلي دروازې تړل کېدل به د سعودي عربستان لپاره د هرمز تنګي یو مهم بدیل لاره له منځه یوسي او په نړیواله کچه د توکو د کمښت وېرې به زیاتې کړي. د سرې بحیرې تګ راتګ د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې، کله چې حوثيانو د فلسطینیانو سره د پیوستون په پلمه بریدونه پیل کړل، لا هم په بشپړ ډول نه دی عادي شوی.

د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د حوثيانو هغه اصلي څانګه وه چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ یې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو پر مهال شرکتونو ته خبرداریونه لېږل؛ هغه بریدونه چې یوازې د تېر کال په اکتوبر کې د غزې د اوربند په پایله کې ودرېدل.

یوې سرچینې چې دا برېښنالیک یې ترلاسه کړی، ویلي: "موږ په دې باور یو چې دا پیغام په سیمه کې د دوی د حضور د یادونې په مانا دی."

تېره اونۍ حوثي ډلې سعودي عربستان تورن کړ چې د صنعا پر هوايي ډګر یې هوايي برید کړی او په غبرګون کې یې پر سعودي خاوره توغندي وتوغول، چې په دې سره د څو کلونو ارامي ماته شوه. که څه هم ریاض په دې اړه څه ونه ویل، مګر د یمن په نړیواله کچه پېژندل شوي حکومت د دغه برید مسؤلیت ومانه او ویې ویل چې هدف یې د یوې ایراني الوتکې د ناستې مخنیوی و.

له یوې لسیزې راهیسې، هغه الوتکې چې د یمن فضا ته ننوځي، باید د سعودي په مشرۍ د ایتلاف څخه اجازه واخلي؛ هغه ایتلاف چې د یمن د حکومت ملاتړ کوي او وايي چې دا محدودیت د حکومت په غوښتنه پلي کوي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ