تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د دمشق په مار الیاس کلیسا باندې ترهګری خونړی برید په کلکو ټکو وغنده
اردوغان د دوشنبې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ X کې په یوه پیغام کې وویل چې دا  خونړیز ترهګریز برید د سوریې په پلازمېنه دمشق کې ترسره شوی دی.
ولسمشر  اردوغان د دمشق په مار الیاس کلیسا باندې ترهګری خونړی برید په کلکو ټکو وغنده
/ AA

 د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دمشق په مار الیاس کلیسا باندې ترهګر برید په کلکو ټکو وغنده.

اردوغان د دوشنبې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ X کې په یوه پیغام کې وویل چې دا  خونړیز ترهګریز برید د سوریې په پلازمېنه دمشق کې ترسره شوی دی.

هغه د وژل شوو کسانو کورنیو، د سوریې حکومت او د دې هېواد خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

اردوغان زیاته کړه: "زه ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله کوم."

هغه ټینګار وکړ چې دا برید د سوریې او د سیمې د سولې، امنیت او ګډ ژوند د بې ثباته کولو لپاره ترسره شوی دی.

اردوغان وویل: "د دې ناوړه ترهګریز عمل په وړاندې، چې د سوریې د سولې، داخلي ثبات او ګډ ژوند کلتور په نښه کوي، موږ د سوریې خلکو او حکومت سره ولاړ یو." هغه د سوریې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هڅو ملاتړ ته اشاره وکړه.

هغه زیاته کړه: "موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې زموږ ګاونډی او ورور هېواد سوریه، چې د کلونو وروسته د امید سره راتلونکي ته ګوري، د نیابتي ترهګریزو ډلو له لارې بیا بې ثباتۍ ته ور وګرځي."

اردوغان په پای کې وویل: "تورکیه به د سوریې د حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ملاتړ ته دوام ورکړي."

د سوریې د روغتیا وزارت په وینا، د داعش ترهګرې ډلې یو ځانمرګي بریدګر د یکشنبې په ورځ د دمشق په ختیځ کې په کلیسا کې ډزې وکړې او بیا یې ځان والوزاوه، چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۵۲ نور یې ټپیان کړل.

دا پېښه څو اوونۍ وروسته له هغه رامنځته شوه چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت د مې په ۲۶مه د دمشق په کلیوالو سیمو کې د داعش ډلې حجرې کشف کړې. چارواکو وویل چې د عملیاتو پر مهال سپکې او منځنۍ وسلې ضبط شوې.

د اسد رژیم له سقوط وروسته، د سوریې امنیتي ادارو د هغو کسانو د تعقیب هڅې جاري ساتلې دي چې په جرمونو، د بشري حقونو په سرغړونو او د ترهګرۍ اړوند فعالیتونو کې ښکېل ګڼل کېږي.

د سوریې مشر بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې واکمني کړې وه، د دسمبر په میاشت کې روسیې ته وتښتېد، چې د بعث ګوند واکمني یې پای ته ورسوله. دا ګوند له ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې و.

احمد الشراع، چې د اسد د رژیم پر وړاندې د مخالفو ځواکونو مشري یې کوله، د جنورۍ په میاشت کې د انتقالي دورې لپاره ولسمشر اعلان شو.

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي