د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره د فلسطین اوبو ته ورسېده
د غزې پر لور د مرستو پر روان کاروان باندې ټولټال ۲۲۳ نړیوال فعالان د اسرائیلي ځواکونو له خوا نیول شوي، که څه هم "میکینو" نومې یوې بېړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو غیرقانوني مداخلو وروسته کلابندي ماته کړه او د فلسطین اوبو ته ورسېده.
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره  د فلسطین اوبو ته ورسېده
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره د فلسطین اوبو ته ورسېده / User Upload

د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ د فلسطین اوبو ته ورسېده

له ۲۰ څخه د زیاتو غیرقانوني مداخلو سره سره، "میکینو" نومې یوې بېړۍ کلابندي ماته کړې او د فلسطین اوبو ته رسېدلې ده.

د غزې پر لور د مرستو پر روان کاروان باندې ټولټال ۲۲۳ نړیوال فعالان د اسرائیلي ځواکونو له خوا نیول شوي، که څه هم "میکینو" نومې یوې بېړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو غیرقانوني مداخلو وروسته کلابندي ماته کړه او د فلسطین اوبو ته ورسېده.

د "ګلوبل صمود" کاروان د پنجشنبې په ورځ پر اېکس (پخواني ټویټر) ولیکل چې د چهارشنبې له وروستیو راهیسې پر ۱۵ بېړیو د اسرائیلي ځواکونو برید تایید شوی، په داسې حال کې چې اته نورې ښایي تر برید لاندې وي یا دا مهال پرې  برید شوی وي.

دغه کاروان پر انسټاګرام د برید لاندې راغلو بېړیو د ۲۲۳ فعالانو نومونه او ملیتونه خپاره کړل.

په ورته وخت کې، د کاروان رسمي تعقیبوونکی ښیي چې ۲۰ بېړۍ د اسرائیلي ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغلي، په داسې حال کې چې ۲۴ نورې غزې ته خپل سفر ته دوام ورکوي.

د دې نړیوال ماموریت یوه ترکي فعال، اردم اوزویرن، په وینا، د دوی بېړۍ له غزې څخه له ۳۰ سمندري مایلونو څخه په کمه فاصله کې ده.

له ۵۰ زیاتې بېړۍ د غزې پر لور روانې دي

دغه کاروان، چې ډېری بشري مرستې او طبي توکي په کې بار وو، د اګست په پای کې روان شو.

دا په کلونو کې لومړی ځل و چې له ۵۰ څخه زیاتې بېړۍ په ګډه د غزې پر لور روانې شوې، چې له ۴۵ څخه د زیاتو هېوادونو ۵۰۰ ملکي ملاتړي په کې سپاره وو.

اسرائیلو پر غزې، چې نږدې ۲.۴ میلیونه وګړي لري، له شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې کلابندي ساتلې ده، او د مارچ په میاشت کې یې دا محاصره نوره هم سخته کړه کله چې یې سرحدي لارې وتړلې او د خوراکي توکو او درملو د رسولو مخه یې ونیوله، چې دا سیمه یې له قحطۍ سره مخ کړه.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د اسرائیلو په بمباریو کې له ۶۶،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو په وار وار خبرداری ورکړی چې دا سیمه د اوسېدو وړ نه ده، او لوږه او ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي.

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"