سیاست
2 د لوستلو دقیقې
چین د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو په ګډون د شانګهای د غړیو هیوادونو غونډې کوربه توب وکړ
چین د پنجشنبې په ورځ یې په خپل ختیځ ساحلي ښار چینګداو کې د ایران او روسیې د دفاع د وزیرانو په ګډون د شانګهای هیوادونو د دفاع د وزیرانو  د  غونډې کوربه توب وکړ.
چین د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو په ګډون د شانګهای د غړیو هیوادونو غونډې کوربه توب وکړ
Chinese Defence Minister Dong Jun and his counterparts applaud following a group photo, China June 26, 2025. / Reuters

چین پداسې حال چې په نړۍواله کچه ترینګلتیا مخ په ډیریدو ده د ایران او روسیې د دفاع وزیرانو کوربه توب کوي.

چین د پنجشنبې په ورځ یې په خپل ختیځ ساحلي ښار چینګداو کې د ایران او روسیې د دفاع د وزیرانو په ګډون د شانګهای هیوادونو د دفاع د وزیرانو  د  غونډې کوربه توب وکړ.دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په منځني ختیځ کې جګړه روانه ده او په اروپا کې د ناټو هېوادونو په سرمشریزه کې ددې سازمان د پوځي لګښتونو د زیاتولو پرېکړه  وکړه.

بیجینګ له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې چې د ۱۰ غړو لرونکي شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د لویدیځ په مشرۍ د ځواکمنو بلاکونو په وړاندې یو متوازن ځواک په توګه وړاندې کړي. چین هڅه کوي چې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په سیاست، امنیت، سوداګرۍ او ساینس کې همکاري پیاوړې کړي.

دا غونډه د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د مشرانو د سرمشریزې نه  یوه ورځ وروسته ترسره شوه، چې په هاګ کې جوړه شوې وه. په دې سرمشریزه کې غړو هېوادونو د خپلو دفاعي لګښتونو د زیاتولو پرېکړه وکړه ترڅو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنې پوره کړي.

د چین د دفاع وزیر دونګ جون د پنجشنبې د ورځې غونډه، چې په چینګداو کې ترسره شوه او د چین د سمندري ځواک یوه لویه هډه هم پکې شتون لري، د نړۍ د "بې ثباتۍ او ګډوډۍ" په وړاندې یو متوازن ګام وباله.

دونګ وویل: "لکه څنګه چې د پېړۍ لوی بدلونونه چټک شوي، یو اړخیزتوب او محافظه پالنه په زیاتېدو دي." هغه د روسیې، ایران، پاکستان، بیلاروس او نورو هېوادونو د دفاعي مشرانو هرکلی وکړ او د دولتي خبري اژانس شینهوا په وینا وویل: "هژمونیک، واکمن او زورواکي کړنې نړیوال نظم سخت زیانمنوي."

هغه خپلو سیالانو ته وویل چې "د سولې د پرمختګ چاپېریال د ګډې ساتنې لپاره باید لا قوي ګامونه پورته کړي."

د سرمشریزې په څنډه کې د دونګ سره د لیدنې پر مهال، د روسیې د دفاع وزیر اندري بیلوسوف د دواړو هېوادونو اړیکې د "بې ساري لوړ کچې" په توګه وستایلې.

هغه وویل: "زموږ د هېوادونو دوستانه اړیکې په ټولو برخو کې د پرمختګ مثبت بهیر ساتي."

چین ځان د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یو بې طرفه اړخ په توګه وړاندې کړی، که څه هم لویدیځ حکومتونه وايي چې د مسکو سره نږدې اړیکو ورته مهم اقتصادي او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر کړی دی.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ