نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د امریکا د امریکا د ( طلايي ګمبدې ) دفاعي سیستم پلان د نړۍ لپاره خطر وباله
د چین او روسیې ترمنځه د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا اعلان شوي د طلايي ګمبدې په نامه د دفاعي سیستم په اړه اختلاف د نظر پیدا شوی دی.
چین د امریکا د امریکا د ( طلايي ګمبدې ) دفاعي سیستم پلان د نړۍ لپاره خطر وباله
/ Others

چین د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ لخوا اعلان شوی د ( طلايي ګمبدې ) دفاعي سیستم د پلان نه د نړۍ لپاره د یو خطر په توګه یادونه وکړه خو روسیې بیا دا د امریکا د حاکمیت مسئله وبلله.

د چین او روسیې ترمنځه د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا اعلان شوي د طلايي ګمبدې په نامه د دفاعي سیستم په اړه اختلاف د نظر پیدا شوی دی.

چین خبرداری ورکړی چې د امریکا وړاندیز شوی "طلايي ګمبد" د توغندیو دفاعي سیستم به د فضا د سوله ییزې استفادې اصولو څخه سرغړونه وکړي او د نړیوال ستراتیژیک ثبات لپاره به ګواښ رامنځته کړي. دا خبره د بیجینګ ګلوبل ټایمز د چینايي مقاماتو له قوله کړې ده .

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د یو نوي توغندیو دفاعي پلان اعلان وکړ، چې د ۱۷۵ میلیارد ډالرو لګښت اټکل شوی او د مداري مخنیوي وړتیاوو جوړولو باندې تمرکز لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماؤ نینګ، د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه سیستم به د فضا په برخه کې د امریکا د جګړې وړتیاوې په پراخه کچه زیاته کړي.

"دا سیستم ښکاره تهاجمي پایلې لري، د ۱۹۶۷ کال د فضا تړون له مخې د فضا د سوله ییزې استفادې اصولو څخه سرغړونه ده، او د فضا د پوځي کولو او د وسلو د سیالۍ خطرونه زیاتوي، چې نړیوال امنیت او د وسلو کنټرول چوکاټونه زیانمنوي" .

هغې زیاته کړه چې دغه پروژه د نړیوال ستراتیژیک توازن لپاره ګواښ دی او وویل: "موږ د امریکا څخه غوښتنه کوو چې د نړیوال توغندیو دفاعي سیستم د پراختیا او ځای پر ځای کولو څخه لاس واخلي او د ستراتیژیک متقابل باور د زیاتولو او نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي."

خو روسیې د واشنګټن پلان د امریکا "خپلواکه موضوع" وبلله.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل "دا د امریکا لپاره یوه خپلواکه موضوع ده."

"که امرکیا باور لري چې د توغندیو ګواښ شتون لري، نو البته دوی د توغندیو دفاعي سیستمونه جوړولی شي. ټول هغه هیوادونه چې دا وړتیا لري، همداسې کوي،"

ویاند دا هم رد کړه چې روسیه د امریکا سره د اټومي برابري په اړه ګواښ ارزوي.

پیسکوف وضاحت ورکړ."دلته د موضوعاتو د نازکو اړخونو پوهیدل اړین دي. د دې پروژې هیڅ جزئیات لا تر اوسه شتون نه لري،"

د طلايي ګمبدې د پروژې وروستی لګښت لا تر اوسه معلوم نه دی.

سناتور ټیم شیهي، چې د "طلايي ګمبدې د پروژې" مشري کوي، وایي: "که چیرې دا پروژه  بشپړه شي، نو ښایي په ټریلیونونو ډالرو لګښت ولري."

سناتور انګس کینګ اټکل کړی چې په ټوله امریکا کې د "طلايي ګمبدې" جوړول به ۶.۲ ټریلیونه ډالر مصرف ولري.

د کانګرس د بودیجې دفتر اټکل کړی چې د فضا پر بنسټ د مخنیوي سیستمونه به د ۱۳۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ مخنیوی کوونکو لپاره د ۲۶۴ میلیارده ډالرو څخه تر ۸۳۱ میلیارده ډالرو پورې لګښت ولري، چې یوازې د توغندیو د توغولو لګښتونه به د ۱۱۶ میلیارده ډالرو څخه تر ۳۳۵ میلیارده ډالرو پورې ورسیږي.

ویل شوي چې طلايي ګمبد ښایي د شمالي کوریا، چین او روسیې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره لوی ډیزاین ته اړتیا ولري، چې دا به لګښتونه نور هم زیات کړي.

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده