نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ پخوانی سلاکار : د نتانیاهو زوی له میامي څخه وباسۍ او د جګړې لومړۍ کرښې ته يي ولیږۍ
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني سلاکار سټیو بینن غوښتنه کړې چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو زوی، یایر نتانیاهو دې له امریکا متحده ایالاتو څخه وایستل شي او د جګړې لومړۍ کرښې ته دې واستول شي.
د ټرمپ پخوانی سلاکار : د نتانیاهو زوی له میامي څخه وباسۍ او د جګړې لومړۍ کرښې ته يي ولیږۍ
د ټرمپ پخوانی سلاکار : د نتانیاهو زوی له میامي څخه وباسۍ او د جګړې لومړۍ کرښې ته يي ولیږۍ / Reuters

سټیو بینن د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د لوړ پوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او لا هم د "امریکه بیا ځواکمنه کړئ غورځنګ یو پیژندل شوی غږ دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني سلاکار سټیو بینن غوښتنه کړې چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو زوی، یایر نتانیاهو دې له امریکا متحده ایالاتو څخه وایستل شي او د جګړې لومړۍ کرښې ته دې واستول شي، دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د دواړو هیوادونو ګډ بریدونه دوام لري.

بینن په "رییل امریکا وائس" (Real America's Voice) تلویزیوني شبکه کې د خبرو پر مهال، پوښتنه وکړه چې ولې یایر نتانیاهو په میامي کې په تفریح بوخت دی، په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه روان دي.

هغه وویل: "د نتانیاهو زوی چې په میامي کې دی، سبا یې له هغه ځایه وباسئ." نوموړي د امریکا د کورني امنیت له وزارت  څخه وغوښتل چې اقدام وکړي.

بینن زیاته کړه: "د کورني امنیت وزارت چې کله ورته اړتیا وي، چیرته وي؟ هغه بیرته هلته (اسرائیلو ته) ولیږئ. پوځي دریشي ورواغوندئ. اجازه ورکړئ چې هغه د جګړې په لومړۍ کرښه کې دنده ترسره کړي."

بینن د واشنګټن د متحدینو، د خلیج عربي هیوادونو پر شهزادګانو هم نیوکه وکړه او استدلال یې وکړ چې هغوی هم باید د لندن په څیر ښارونو څخه وشړل شي او په خلیج کې جګړې ته واستول شي، ځکه امریکا اشاره کړې چې ښايي ځمکني عملیات پیل کړي.

نه یایر او نه هم د هغه ورور "اونر" د اسرائیلو جبري پوځي خدمت بشپړ کړی، سره له دې چې دواړه د قانوني عمر خاوندان دي.

سټیو بینن د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د لوړ پوړي سلاکار په توګه کار کړی او لا هم د (MAGA) غورځنګ یو له مهمو غږونو څخه ګڼل کیږي.

متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې د هغه وخت د ستر مذهبي مشر علي خامنه ای په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

ایران په ځواب کې پر اسرائیلو، اردن، عراق او د خلیج پر هغو هیوادونو چې د امریکا پوځي اډې په کې دي، د ډرون او میزایلو بریدونه کړي دي، چې له امله یې ځاني تلفات او د زیربناوو ویجاړۍ رامنځته شوي او نړیوال بازارونه او هوایي چلند یې ګډوډ کړی دی.

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ