نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران ولسمشر: " پوره باور لرم  چې افغانستان او پاکستان به یو ځل بیا د دوستۍ لاره غوره کړي"
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو په سیمه کې ژوره اندېښنه راپارولې ده او زیاته کړې یې ده چې "پوره باور لري" چې دواړه هېوادونه به د جګړې پر ځای "یو ځل بیا د دوستۍ لاره غوره کړي".
د ایران ولسمشر: " پوره باور لرم  چې افغانستان او پاکستان به یو ځل بیا د دوستۍ لاره غوره کړي"
مسعود پزشکیان / AP

د ایران ولسمشر: " پوره باور لرم  چې افغانستان او پاکستان به یو ځل بیا د دوستۍ لاره غوره کړي"

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو په سیمه کې ژوره اندېښنه راپارولې ده او زیاته کړې یې ده چې "پوره باور لري" چې دواړه هېوادونه به د جګړې پر ځای "یو ځل بیا د دوستۍ لاره غوره کړي".

پزشکیان په تهران کې یوې غونډې ته په وینا کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو ته اشاره وکړه.

پزشکیان څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافات "د اسلام د دښمنانو او نړیوال صهیونیزم د دسیسو پایله ده" او ویې ویل: "دغو دوو ورونو، مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ وروستیو پېښو، د ایران په ګډون د سیمې په ټولو هېوادونو کې ژوره اندېښنه او خپګان رامنځته کړی دی."

پزشکیان وویل: "په قرآن کریم کې د 'ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او مه بېلېږئ' اصل ته په باور سره، موږ به د دوو دوستو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو، د خبرو اترو پراخولو او د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او هڅو کار واخلو."

پزشکیان په دې ټینګار سره چې سیمه جګړې ته نه، بلکې تر بل هر وخت ډېرې سولې او همکارۍ ته اړتیا لري وویل: "موږ ډاډه یو چې د افغانستان او پاکستان ګران حکومتونه او ملتونه به په هوښیارۍ او ځیرکتیا سره د متقابل تفاهم او خبرو اترو لاره تعقیب کړي او یو ځل بیا به د دوستۍ لاره غوره کړي."

د پاکستان او افغانستان په پوله نښته

د اکتوبر په ۹مه په کابل کې د چاودنو غږونه واورېدل شول، چې وروسته د افغانستان حکومت په مارغه او کابل کې د پېښو شویو چاودنو پړه پر پاکستان واچوله.

د اکتوبر په ۱۱مه د افغانستان د پکتیا ولایت په پوله د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه.

د افغانستان حکومت ادعا کړې وه چې د پاکستان په پوله نښته کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۳۰ نور ټپیان دي او ډېرې وسلې او تجهیزات یې د افغان سرحدي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی و چې په نښتو کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي دي.

مجاهد ویلي وو چې نښتې د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب درول شوې دي.

د پاکستان پوځ بیا ویلي وو چې له افغان سرحدي ځواکونو سره په نښتو کې یې ۲۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۲۹ ټپیان دي او ادعا یې کړې وه چې له افغان حکومت سره په تړاو یې له ۲۰۰ ډېر "ترهګر" له منځه وړي دي.

پرون د دواړو هېوادونو په پوله نښتې بیا پیل شوې او د افغانستان حکومت په دغو نښتو کې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ. افغانستان ویلي وو چې د دغو بریدونو غچ یې اخیستی او ګڼ شمېر پاکستاني سرتېري یې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې افغانستان په خیبر پښتونخوا کې پر سرحدي پوستو برید کړی او په ځوابي بریدونو کې یې اټکل کېږي چې له ۲۵ تر ۳۰ افغان ځواکونه وژل شوي وي.

وروسته پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په غوښتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ۴۸ ساعته اوربند هوکړه شوې ده.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي