نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د روسیې او بیلاروس ګډ پوځي تطبیقاتو ناټو ډیره زیاته اندیښمنه کړې ده
روسیې او د هغې مهم متحد بیلاروس د جمعې په سهار  ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د ویلو ده چې دې تمریناتو د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي.
د روسیې او بیلاروس ګډ پوځي تطبیقاتو ناټو ډیره زیاته اندیښمنه کړې ده
/ AFP

روسیې او د هغې مهم متحد بیلاروس د جمعې په سهار  ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. د ویلو ده چې دې تمریناتو د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي. دا تمرینات څو ورځې وروسته له هغه ترسره کېږي چې پولنډ پر مسکو تور ولګاوه چې د برید کوونکو ډرونونو له لارې یې د دوی هوايي حریم نقض کړی دی.

د "زاپاد" په نوم دغه تمرینات په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسي ځواکونه په اوکراین کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرمختګ کوي او د اوکرایني ښارونو پر وړاندې هوايي بریدونه زیاتوي.

د ناټو ختیځې غاړې غړي هېوادونه چې له بیلاروس سره ګډې پولې لري — لکه پولنډ، لیتوانیا او لاتویا — د دې تمریناتو له امله په لوړه کچه چمتووالی نیولی دی. بیلاروس ویلي چې دغه تمرینات به د پلازمېنې مینسک ختیځ ته د بوریسوف ښار ته نږدې ترسره شي.

پولنډ، لیتوانیا او لاتویا د دې تمریناتو د پیل څخه وړاندې خپل امنیتي تدابیر زیات کړي دي، او پولنډ د تمریناتو د دوام په موده کې له بیلاروس سره خپله پوله په بشپړ ډول تړلې ده.

د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي: "د روسیې او بیلاروس د پوځونو ګډ ستراتیژیک تمرینات پیل شوي دي."

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک د خپل هېواد لپاره د "حساسو ورځو" خبرداری ورکړی دی. هغه وویل چې پولنډ د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د جګړې تر ټولو نږدې حالت ته رسېدلی دی، وروسته له هغه چې پولنډ او د هغې د ناټو متحدینو د روسي ډرونونو د راپرځولو لپاره الوتکې پورته کړې چې د دوی هوايي حریم یې نقض کړی و.

مسکو د دې اندېښنو په اړه ویلي چې دا تمرینات پلان شوي دي او د هېچا پر وړاندې نه دي. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا تمرینات د هېڅ ډول تهاجمي نیت ښکارندوی نه دي."

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د مسکو د نیتونو په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه په کیف کې وویل: "د روسیې د دې ډول کړنو هدف هېڅکله دفاعي نه دی، بلکې دا یوازې د اوکراین پر وړاندې نه، بلکې د نورو هېوادونو پر وړاندې هم دی."

روسیې ویلي چې د شپې په اوږدو کې یې د خپل قلمرو په هوايي حریم کې ۲۲۱ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي دي.

معمولا د څلورو کلونو په موده کې یو ځل ترسره کېدونکي د زاپاد تمرینات په ۲۰۲۵ کال کې د اوکراین د جګړې په جریان کې لومړی ځل ترسره کېږي او تر سپټمبر ۱۶ پورې به دوام وکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې مسکو شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ سرتېري دې ته ورته تمریناتو ته واستول، څو میاشتې مخکې له دې چې پر اوکراین برید وکړي. خو د روان کال زاپاد تمرینات د تمې خلاف ډېر کوچني دي، ځکه چې د روسیې سلګونه زره سرتېري په اوکراین کې ځای پر ځای دي.

بیلاروس په جنورۍ کې ویلي و چې په دې تمریناتو کې به ۱۳,۰۰۰ سرتېري ګډون وکړي، خو په مې میاشت کې یې وویل چې دا شمېر به شاوخوا نیمایي ته راکم شي.

د ټسک په وینا، دا تمرینات د سووالکي دهلېز د نیولو لپاره د سناریو تمرین کوي، چې دا یوه جغرافیایي سیمه ده چې د پولنډ او لیتوانیا ترمنځ پرته ده او د بیلاروس او د روسیې د کالینینګراد سیمې ترمنځ محاصره شوې ده.

دغه دهلېز د ناټو لپاره یوه کمزوري سیمه ګڼل کېږي او د روسیې د هر ډول برید لومړنی هدف کېدای شي. د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو دا اندېښنې "بې بنسټه" بللې دي.

د روان کال په لومړیو کې د بیلاروس د دفاع وزیر ویلي و چې تمرینات د پولنډ او اوکراین له پولو څخه لرې شوي دي، څو کړکېچ کم کړي.

خو پولنډ بیا هم له بیلاروس سره خپلې پاتې پولې تړلې دي، چې مسکو یې غندنه کړې ده، او د خپلې ختیځې پولې په اوږدو کې یې هوايي ترافیک محدود کړی دی. لیتوانیا او لاتویا هم د خپل هوايي حریم جزوي بندیزونه اعلان کړي دي.

د روسیې لخوا په بیلاروس کې د تاکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کول دې تمریناتو ته نوې بڼه ورکړې ده. مینسک په اګست کې ویلي و چې په دې تمریناتو کې به د روسیې نوې تجربوي اټومي وړتیا لرونکې توغندۍ، چې اوریشنیک نومېږي، او د اټومي بریدونو روزنه شامله وي.

 

وپلټۍ
روسیه: په کیف کې مو د اوکراین ترانسپورتي، لوجستیکي او د وېش مرکزونه په نښه کړل
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي