نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
ولسمشر اردوغان وویل چې که دوست او متحد هېوادونه غوښتنه وکړي، تورکیه به د هغوی دفاعي اړتیاوې هم پوره کړي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې خپلو بریاوو ته دوام ورکوي او په دې سکتور کې یې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کړی دی."

اردوغان په «شانلي اورفا» ښار کې د «تکنوفسټ سویل ختیځ  فیستیوال کې د وینا پر مهال، د تورکیې د دفاعي صنایعو پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې اوسنۍ بریاوې به لا پسې مخکې یووړل شي.

اردوغان چې ویل یې: "د تورکیې په توګه موږ په دفاعي صنایعو کې خپلو بریاوو ته دوام ورکوو. موږ په دې برخه کې یو بشپړ انقلاب رامنځته کوو"، زیاته کړه چې په دې سکتور کې له ۴ زره ۵۰۰ څخه ډېر فعال شرکتونه او له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کارکوونکي د دفاعي صنایعو د ادارې په همغږۍ، د هوا، ځمکې، سمندر او فضا په برخو کې پروژې پرمخ وړي.

اردوغان څرګنده کړه چې په کورنیو او ملي امکاناتو جوړ شوي دفاعي محصولات، سافټویرونه، پلیټفارمونه او تجهیزات د تورکیې د وسله والو ځواکونو او امنیتي بنسټونو په تجهیزاتو کې شامل شوي دي، او ویې ویل چې د غوښتنې په صورت کې تورکیه د خپلو دوستو او متحدو هېوادونو دفاعي اړتیاوې هم پوره کوي.

اردوغان د دې په بیانولو سره چې تورکیه د خپلو دوستانو پیاوړي کېدل د خپل ځواک زیاتېدل ګڼي، وویل چې دوی په دفاعي صنایعو کې د خپل ځایګي د لا پیاوړي کولو په موخه، نوي ریکارډونه او د لوړ رقابتي توان او لوړ ارزښت لرونکي پلیټفارمونه په پام کې نیولي دي.

اردوغان وویل، هغه تورکیه چې یو مهال یې دفاعي صنایع په سلو کې ۸۰ سلنه پر بهرنیو هېوادونو تکیه وه، نن د نړۍ د دفاعي صنایعو د صادرونکو په کتار کې ۱۱م مقام ته رسېدلې ده.

اردوغان یادونه وکړه چې تورکیې یوازې د اګسټ په میاشت کې د ۵۱۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت دفاعي او فضايي محصولات صادر کړي او زیاته یې کړه چې د جنوري او اګسټ ترمنځ موده کې د دفاعي او فضايي صنایعو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶.۲ سلنه زیات شوي او ۶.۳ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي.

اردوغان څرګنده کړه چې تورکیه به د نویو ریکارډونو په ماتولو او د لوړ رقابتي توان او لوړ ارزښت لرونکو نویو پلیټفارمونو په پراختیا سره په دفاعي صنایعو کې خپلې بریاوې لا پسې مخکې یوسي.

اردوغان وویل چې د شانلي اورفا په څېر ښار کې د «تکنوفسټ» جوړول، چې د زرګونو کلونو علمي، کلتوري او مدني میراث لري، ډېر د ارزښت وړ دي او زیاته یې کړه چې دغه ښار د طب، ریاضیاتو، ستورپوهنې، هندسې، فزیک او فلسفې په برخو کې مهم شخصیتونه روزلي دي.

اردوغان په دې ترڅ کې د بتاني، سنان بن ثابت، ابن واصف الحراني او یونس الحراني په څېر ساینس پوهانو سربېره «ګوبکلي تپې» (Göbeklitepe) تاریخي سیمې ته هم اشاره وکړه.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري