د ایران ولسمشر پزشکیان :هیواد یې "احترام ته په احترام ځواب ورکوي، خو د زور ژبه نه مني."
د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې اټومي خبرې د جمعې په ورځ له څو اونیو کړکېچ وروسته بیا پیل شوې. دا کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي اقدام ګواښ کړی و.
ایراني او امریکایي چارواکو په عمان کې د اټومي ډیپلوماسۍ په برخه کې د پرمختګ نښې څرګندې کړې او موافقه یې کړې چې راتلونکې خبرې به په مسقط کې دوام ومومي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ وویل چې د سیمه ییزو هیوادونو په ملاتړ د ایران او امریکا ترمنځ خبرې "یو ګام مخکې" تللي دي. هغه د ټولنیزو رسنیو پر امریکایي شرکت ایکس ولیکل: "خبرې اترې تل د سوله ییزو حل لارو د موندلو لپاره زموږ ستراتیژي وه." نوموړي ټینګار وکړ چې د اټومي مسلې په اړه د ایران تګلاره "د نه خپرولو تړون له مخې د تضمین شویو حقونو پر بنسټ" ده.
د ایران ولسمشر زیاته کړه چې هیواد یې "احترام ته په احترام ځواب ورکوي، خو د زور ژبه نه مني."
د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې اټومي خبرې د جمعې په ورځ له څو اونیو کړکېچ وروسته بیا پیل شوې. دا کړکېچ وروسته له هغې رامنځته شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي اقدام ګواښ کړی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا خبرې "یو ښه پیل" وباله او ویې ویل چې که د بې باورۍ فضا له منځه لاړه شي، نو دا خبرې دوام کولی شي. هغه وویل، موافقه وشوه چې دا بهیر به دوام ومومي او دواړه خواوې به په راتلونکي کې په مسقط کې بیا سره وګوري.
د عراقچي په وینا، د ایران توغندیز پروګرام نه اوس او نه په راتلونکي کې د خبرو اترو موضوع ده، او هغه دا "یوه دفاعي مسله" وبلله.