تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې استخباراتو په استانبول کې د اسرائیلو د استخباراتو موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو تن ونیو.
امنیتي چارواکي وايي چې تورن کس د اسرائیل د استخباراتو د موساد لپاره کار کاوه او د اسرائیل د آنلاین عملیاتو د مرکز له غړي، فیصل رشید، سره یې اړیکه درلوده.
د تورکیې استخباراتو په استانبول کې د اسرائیلو د استخباراتو موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو تن ونیو.
د تورکیې استخباراتو په استانبول کې د اسرائیلو د استخباراتو موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو تن ونیو. / Others

د تورکیې استخباراتو په استانبول کې د اسرائیلو د استخباراتو موساد لپاره د جاسوسۍ په تور یو تن ونیو.

امنیتي چارواکي وايي چې تورن کس د اسرائیل د استخباراتو د موساد لپاره کار کاوه او د اسرائیل د آنلاین عملیاتو د مرکز له غړي، فیصل رشید، سره یې اړیکه درلوده.

تورکیې د جمعې په ورځ وویل چې د اسرائیل د ملي استخباراتي ادارې (موساد) لپاره د جاسوسۍ په تور یې یو کس نیولی دی. د امنیتي چارواکو په وینا، دا تورن کس په استانبول کې د  څارنوالانو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

د تورکیې ملي استخباراتو ریاست (MIT) وویل چې د سرکان چیچک په نوم تورن کس د "میټرون فعالیت" په نوم کوډ لرونکو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

امنیتي چارواکو وویل چې نیول شوي جاسوس د موساد لپاره کار کاوه او د اسرائیل د آنلاین عملیاتو د مرکز له غړي، فیصل رشید، سره یې اړیکه درلوده.

ویل کېږي چیچک منلې چې د رشید په غوښتنه یې په استانبول کې پر یوه فلسطیني فعال څارنه کوله، چې د منځني ختیځ په اړه د اسرائیل له سیاستونو سره مخالفت کوي.

د تورکیې د استخباراتو په وینا، چیچک – چې اصلي نوم یې محمد فاتح کیلیش دی – وروسته له هغه چې ډېر پوروړی شو، خپل نوم بدل کړ او په ۲۰۲۰ کال کې یې خپل سوداګریز کار پرېښود او د "پانډورا تحقیقاتي اداره" په نوم یې یو شخصي شرکت جوړ کړ.

ویل کېږي چې هغه له موسی کوش سره کار کړی، چې د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور په ۱۹ کاله بند محکوم شوی و، او له وکیل توغرول خان دیپ سره یې هم کار کړی، چې دواړه د دې لپاره مجرم پېژندل شوي وو چې له عامه ریکارډونو څخه یې شخصي معلومات د ګټې لپاره پر تحقیق کوونکو پلورل.

تورن کس د کریپټو له لارې پیسې ترلاسه کړې دي

چارواکو وویل چې چیچک د خپل تحقیقاتي کار له پیلولو وروسته د موساد پام ځانته راواړاوه. ویل کېږي چې د جولای په ۳۱مه، رشید د واټساپ له لارې له هغه سره اړیکه ونیوله او ځان یې د یوه بهرني حقوقي شرکت د کارکوونکي په توګه ور وپېژاند.

بیا رشید چیچک ته دنده وسپارله چې د استانبول په څنډه کې، په باشاک شهیر سیمه کې د یوه فلسطیني فعال د څلور ورځنۍ څارنې ماموریت ترسره کړي. د راپورونو له مخې، چیچک ته د اګست په لومړۍ نېټه د دې دندې د ترسره کولو لپاره د کریپټوکرنسۍ په بڼه ۴۰۰۰ ډالره ورکړل شول.

چیچک وروسته له هغه چې په انټرنیټ کې یې د هدف نوم ولټاوه، پوه شو چې هغه یو فلسطیني فعال دی. سره له دې چې پوهېده چې ملګری یې کوش د اسرائیل لپاره د جاسوسۍ په تور زنداني شوی، خو بیا یې هم دا دنده ومنله.

چارواکو وویل چیچک د رشید لخوا ورکړل شوې پته وکتله، خو ونه توانېد چې خپل هدف ومومي. هغه د اګست په لومړۍ او دوهمه د کرايي اپارتمان د لټون په پلمه د استوګنې کمپلکس ته ننوت او استطلاعي فعالیتونه یې ترسره کړل، خو ونه توانېد هغه معلومات راټول کړي چې موساد غوښتل.

د چارواکو په وینا، د اګست په درېیمه د اسرائیل جاسوس رشید له هغه سره اړیکه پرې کړه.

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي