سپورت
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې نړیوال جام د"ډي" ګروپ په وروستۍ لوبه کې امریکا متحده ایالاتو ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه
تورکیې د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام د "ډي" (Group D) ګروپ په وروستۍ لوبه کې د امریکا د لاس انجلس په لوبغالي کې کوربه هیواد (امریکا متحده ایالاتو) ته په ماتې ورکولو سره حیرانوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
تورکیې نړیوال جام د"ډي" ګروپ په وروستۍ لوبه کې امریکا متحده ایالاتو ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه
تورکیې نړیوال جام د"ډي" ګروپ په وروستۍ لوبه کې امریکا متحده ایالاتو ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه

امریکا د ( ډي )  ګروپ د مشرې په توګه بل پړاو ته لار وموندله او ټاکل شوې چې د ۳۲ غوره لوبډلو په پړاو کې له بوسنیا او هرزګوینا سره لوبه وکړي.

تورکیې د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام د "ډي" (Group D) ګروپ په وروستۍ لوبه کې د امریکا د لاس انجلس په لوبغالي کې کوربه هیواد (امریکا متحده ایالاتو) ته په ماتې ورکولو سره حیرانوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

امریکا لوبه په ډیر سرعت سره پیل کړه او د لوبې په ۳یمه دقیقه کې اسټن ټرسټي وتوانید چې د تورکیې په مقابل کې خپل لومړنی ګول ووهي.

د تورکیې لخوا مساوي کوونکی ګول ډیر ژر ووهل شو. باریش الپر یلماز د امریکا دفاعي کرښه ماته کړه او توپ یې د ریال مادرید ځوان ستوري، اردا ګولر، ته ورساوه؛ ګولر په ۱۰مه دقیقه کې په یو قوي شوټ سره په نړیوال جام کې د ځان او خپلې لوبډلې لومړی ګول وواهه. دا په تیرو ۲۴ کلونو کې (د ۲۰۰۲ کال وروسته) په نړیوال جام کې د تورکیې لومړی ګول و.

تورکیې خپلې حملې جاري وساتلې او په ۳۱مه دقیقه کې د اورکون کوکچو په واسطه دویم ګول هم وواهه او په لومړۍ نیمایي کې ۲-۱ مخکې شوه.

له نږدې واټن څخه ګول
د دویمې نیمایي په پیل کې، امریکا متحده ایالاتو په ۴۹مه دقیقه کې لوبه مساوي کړه. کله چې ترکي مدافعین د توپ په لیرې کولو کې پاتې راغلل، سباسټین برهالټر له چانس څخه ګټه پورته کړه او خپل لومړی نړیوال ګول یې وواهه.

خو کله چې لوبه پای ته نږدې وه، د لوبې په اضافي وخت (۹۰+۸ دقیقه) کې کان ایهان له نږدې واټن څخه د تورکیې لپاره دریم ګول وواهه او په دې ټورنمنټ کې یې د خپلې لوبډلې لومړنۍ او یوازینۍ بریا خپله کړه.

د تورکیې روزونکي، وینچینزو مونټیلا، د لوبې وروسته وویل چې لوبغاړو یې له سیالیو د وتلو د ذهني فشار او د امریکا د مینه والو د شور سره سره، خپله وړتیا او شخصیت وښود. هغه زیاته کړه: "موږ کولی شو په لوړ سر کور ته ستانه شو."

د دې لوبې په پایله کې، متحده ایالات د "ډي" ګروپ په لومړي مقام کې پاتې شول او بل پړاو ته یې لاره پیدا کړه، خو تورکیه په وروستي مقام کې پاتې شوه او له نړیوال جام څخه بهر شوه. امریکا به په راتلونکي پړاو کې له بوسنیا او هرزګوینا سره مخامخ شي.

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي