د یونان د ایوبویا ټاپو ته نږدې د  ریښتر په کچه ۵.۲ درجې په شدت سره  زلزله رامنځته شوه

د اتن د ملي څارنې د جیودینامیک انسټیټیوټ په وینا زلزله  تیره شپه په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو د یونان د پلازمېنې اتن څخه ۴۵ کیلومتره شمال ختیځ کې په سمندر کې وشوه.

/ Reuters

د یونان د ایوبویا ټاپو ته نږدې د  ریښتر په کچه ۵.۲ درجې په شدت سره  زلزله رامنځته شوه چې د زورور ټکانونه د اتن ښار هم ولړزو.

د اتن د ملي څارنې د جیودینامیک انسټیټیوټ په وینا زلزله  تیره شپه په ځايي وخت په ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو د یونان د پلازمېنې اتن څخه ۴۵ کیلومتره شمال ختیځ کې په سمندر کې وشوه.

د زلزلې مرکز د ایوبویا ټاپو په جنوب لویدیځ کې د نیاسټیرا د ساحلي سیمې څلور کیلومتره لرې و، چې د یونان دویم لوی ټاپو دی.

تر اوسه د مرګ ژوبلې یا مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ماراثون ښاروال، سټیرګیوس تسیرکاس، د ERT تلویزیون سره په خبرو کې زلزله "ډېره شدیده" وبلله.

په مې میاشت کې، د کریټ ټاپو ته نږدې د ریښتر په کچه د ۶.۱ درجې په شدت سره  زلزله وشوه چې د مصر او اتن په ګډون په لرې پرتو سیمو کې هم محسوس شوه.

په جنورۍ او فبرورۍ کې، د ایجین سمندر په سانتوریني ټاپو کې، چې د یونان یو مهم سیاحتي ځای دی، غیرمعمولي زلزله ییز فعالیت وشو.

زرګونه ټکانونو د دې سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي اړ کړل چې خپل کورونه پرېږدي، خو وروسته هغوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

یونان چې د مدیترانې په جنوب ختیځ کې په څو زلزله ییزو کرښو پروت دی، په منظمه توګه د زلزلو سره مخ کېږي.

وروستۍ مرګونې زلزله په اکتوبر ۲۰۲۰ کې د ایجین سمندر په ساموس ټاپو کې وشوه.

دغه زلزله چې شدت یې اووه درجې و، په ساموس کې دوه کسان او د ترکیې په ازمیر بندري ښار کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل.