د غزې د پخلنځي بډایه کولتور

یوه لحظه فکر وکړئ، د یو خوړو بوی څنګه کولی شي موږ یوې بلې زمانې، یوې بلې شېبې او پخوانیو خلکو ته یوسي.

خواړه یو جادو لرونکی ځواک لري. یوازې زموږ د نس مړولو څخه ډېر څه لري.

 څو ساده مواد چې سره یوځای شي، داسې مانا لرونکي شیان رامینځته کوي... زموږ کلتور منعکس کوي، موږ سره یوځای کوي او زموږ روح ته ښه والی وربښي.

په هره ټولنه کې خواړه د ژوند د مهمو شېبو ښکارندويي کوي - ودونه، جنازې، اخترونه... که د سولې وخت وي یا د جګړې، خواړه موږ د یو بل او زموږ د  ماضي سره نښلوي. دا په ځانګړې توګه د فلسطینیانو لپاره ډېر مهم دی.

په غزه کې نږدې دوه میلیونه فلسطینیان ژوند کوي. دلته خواړه، یوازې د نس مړولو نه عبارت  نه دي، بلکې د هرې لحظې خطر سره مخامخ ژوند طرز، وروستی کلا ده

له یو کال څخه ډېر وخت راهیسې چې غزه د اسرائیلي بریدونو لاندې ده، نږدې دوه میلیونه فلسطینیان د جدي لوږې له بحران سره مخ دي. هر پنځه کسانو کې یو د لوږې له خطر سره مخ دی. د اسرائیل د نظامي عملیاتو او جبري بې ځایه کېدنو له امله تنورونه او د خوړو وېش مرکزونه تړل شوي دي. ډېری فلسطینیان اوس په بشپړ ډول د بهر څخه راتلونکو مرستو ته اړتیا لري.

خو دا ستونزه په حقیقت کې له جګړې ډېر مخکې پیل شوې وه. د اسرائیلو حکومت له اوږدې  مودې راهیسې د غزې د خوړو سرچینې محدودولې او مخه یې نیوله. په داسې چاپېریال کې، فلسطینیانو خپل کلتور او دودونو ژوندي ساتلو لپاره یوه لاره وموندله: د هغوی پخلنځی. راځئ چې د فلسطیني هویت دې مهمې برخې ته له نږدې کتنه وکړو:

د جایزې ګټونکې لیکوالې لیلا الحداد په ډیوک پوهنتون کې په خپلې وینا کې وویل چې "فلسطینیان خپل کلتور او دودونه د خپلو پخلنځیو سره ژوندي ساتي."

د الحداد کتاب "د غزې پخلنځی: د فلسطین سفر" په دې اړه تر ټولو بشپړ اثر دی. په کتاب کې ۱۳۰ ترکیبونه شتون لري، خو دا یوازې د خوړو ترکیبونه نه دي - هر یو یې د یوې کورنۍ کیسه، یو دود دی. د غزې تروشه یخني او نورې یخني، خوندور ساسونه، د شاتو شربت لرونکي خواږه... ټول په دې پاڼو کې ژوند کوي.

غزه یو ساحلي ښار دی. انسان وایي، "دلته به سمندري خواړه ډېر او ارزانه وي." خو داسې نه ده. حتی له جګړې مخکې هم د اسرائیلو د محاصرې له امله کب نیوونکي سمندر ته نه شو تللی. د دوی تر ټولو د  خوښې خوړو څخه یو چې ماهي دی، اوس د دوی په دسترخوان نادر لیدل کېږي.

خو فلسطینیانو د کلونو په اوږدو کې هرې سختۍ ته یوه چاره موندلې ده. له هغه څه سره چې لري، قناعت کول او نوي خوندونه رامنځته کول یې زده کړي دي. د هغوی لپاره خواړه په عین وخت کې د ژوندي پاتې کېدو یو هنر دی. اوس به تاسو ته د هغوی له ځینو ځانګړو خوړو څخه یادونه وکړو:

د غزې تر ټولو پخوانیو خوړو څخه یو "سماقیه" دی. د دې خوړو ترکیب د  لومړي ځل لپاره په ۱۲۲۵ کال کې د مسافر محمد بن حسن البغدادي په کتاب کې لیدل شوی دی.

نوم یې د منځني ختیځ د پخلنځي نه بېلېدونکي مسالې "سماق" څخه اخیستل شوی. جوړول یې داسې دي: د پسه د غوښې وړې وړې ټوټې له پیازو سره یوځای جوشیږي، د پاسه يي شنه سبزي، هوږه، طحین شیره، وړه، زیتون غوړي او البته چې سماق یا خوره او ترخه مرچ اضافه کېږي. د دودیزې وچې ډوډۍ او اچارو سره خوړل کېږي.

سماقیه په ځانګړې توګه په لوی اختر کې جوړیږي، کله چې د قربانۍ غوښه تازه وي. فلسطینیان باور لري چې دا خواړه برکت لري. خو له بده مرغه اوس یو ډېر ګران خواړه ګرځېدلی.

په غزه کې د خوراکي توکو بیې ډیرې زیاتې لوړې شوي دي. د اسرائیلو د محاصرې له امله د خوراکي توکو کوچنۍ برخه مرستې هم غزې ته نه رسیږي. یو مثال درکړم: د ۲۵ کیلوګرامه یوه بوجۍ وړو بیه  د ښار په جنوب کې ۱۵۰ ډالره ده. شمال ته چې ځو، دا رقم تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې لوړېږي. له جګړې مخکې د یو درجن هګیو بیه ۳.۵ ډالره وه. اوس په جنوب کې ۳۲ ډالره ده - یعنې نږدې لس چنده. په شمال کې بیا له دې هم دوه چنده - شاوخوا ۷۳ ډالره.

په دې شرایطو کې فلسطینیان مجبور شوي دي چې تل نوې حل لارې ومومي. مثلاً د "رمّانیه" په نوم یو خواړه لري. په لومړي نظر کې سماقیه ته ورته ښکاري چې مخکې مې یادونه وکړه خو په کې غوښه نشته. نوم یې له عربي کلمې "رمّان" څخه اخیستل شوی چې انار مانا لري. دا  خواړه له  توربانجان او دال څخه پخیږي. ګرم هم خوړل کېږي او ساړه هم. د "دقه غزاویه" په نوم تریخ ساس ورسره ورکول کېږي.

په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کلونو کې، کله چې اسرائیلو نوی برید پیل کړ، وضعیت لا پسې خراب شو. د بمبارۍ او محاصرې لاندې خلک د جدي خوړو بحران سره مخ شول. ډېرې کورنۍ د ژمي د تېریدو لپاره "خبیزه" بوټي ته مخه کړه.

خبیزه، چې راټولول یې اسانه دي یو وحشي بوټی دی. د ویټامینونو او منرالونو له پلوه ډېر غني دی. په دې سختو ورځو کې د اساسي خوړو له سرچینو څخه یوه ګرځېدلې.

او په پای کې خواږه... د فلسطینیانو لپاره خواږه لکه د یوې هیله مند راتلونکي نښه ده. د غزې مشهور خواږه "کنافه نبلسیه" ده  چې د مینچو یا د تار په څیر نریو سیمیانو او ځانګړي پنیر نه پخیږي او په سر يي بیا شربت اچول کیږي. پنیر یې له هغه ښار "نابلس" څخه راځي چې اوس د لویدیځې غاړې تر اشغال لاندې دی.

بل یې هم خوښې خواږه "کنافه عربیه" ده. په ساده  غوړیو کې خیشت  شوو بلغور، پر هغه باندې خوږ شربت او وچې مېوې سره جوړېږي.

هر یو خواړه د فلسطیني پخلنځي مقاومت او خلاقیت ښيي. خواړه د هغوی لپاره یوازې د نس مړول نه دي، بلکې د وجود یوه بڼه ده. په اصل کې، ایا زموږ ټولو لپاره داسې نه دي؟ یوه مشهوره معقوله ده چې وايي  "څه چې خورو هماغسې یو"، په رښتیا هم همداسې ده! خواړه زموږ هویت بیانوي، زموږ تجربې جوړوي، زموږ اړیکې تغذیه کوي او موږ له خپلو ریښو سره تړي.