نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
سوبیانتو د فلسطیني سفیر څخه د چفیې (فلسطیني دستمال) له ترلاسه کولو وروسته څو ځله دا شعارونه ورکړل.
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو د یوه ښوونځي د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال څو ځله د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل.

د شنبې په ورځ د دې غونډې پر مهال، په اندونیزیا کې د فلسطین سفیر عبدالفتاح ا.ک. الستاري پرابوو ته یوه چفیه ډالۍ کړه.

د انتارا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د اندونیزیا ولسمشر د دې دستمال له ترلاسه کولو وروسته بېرته سټېج ته راستون شو او ولیدل شول چې پر دغه دستمال یې خپلې سترګې پاکولې.

وروسته پرابوو څو ځله د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل.

هغه دا هم وویل چې که اندونیزیا "پیاوړې" وي، نو "موږ کولی شو له خپلو هغو وروڼو او خویندو سره مرسته وکړو چې د بل رژیم لخوا تر ظلم لاندې دي."

پرابوو وویل چې د فلسطینیانو پر وړاندې روان بریدونه باید د اندونیزیا لپاره د خپل ملي ځواک د پیاوړي کولو په برخه کې د یوه هڅونکي لامل په توګه کار وکړي.

پرابوو وویل چې د یوه ملت ځواک د هغه پر ځان بسیاینې پورې اړه لري.

هغه وویل د یوه ملت ځواک پر ځان د بسیا کېدو په وړتیا پورې تړلی دی او اندونیزیا باید د خپلو طبیعي زېرمو په اغېزمنې ګټې اخیستنې سره خپل ځان مدیریت، خوندي او پیاوړی کړي.

پرابوو همداراز له تاریخ څخه پر زده کړې ټینګار وکړ ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اندونیزیا به بیا هېڅکله مستعمره نشي.

هغه وویل: "موږ باید کلک هوډ ولرو چې بیا هېڅکله د بل چا تر استعمار لاندې رانه شو. موږ باید پیاوړي واوسو."

د وروستیو شمېرو له مخې، د اوربند د هوکړې له پلي کېدو راهیسې د اسرائیلو لخوا د اوربند ماتولو له امله ۱،۳۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۴،۷۵۷ نور ټپیان شوي دي.

په غزه کې د اسرائیلو نسل وژنې، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۸مه پیل شوې، ۷۳،۷۹۵ فلسطینیان وژلي، ۱۷۴،۸۶۹ نور یې ټپیان کړي او د غزې شاوخوا ۹۰ سلنه بنسټیزې ودانۍ او زیربناوې یې ویجاړې کړې دي.

په همدې حال کې، د شنبې په ورځ د اسرائیلو لخوا په دې فلسطینۍ سیمه کې د غزې د روغتیا وزارت د عمومي رییس منیر البرش د زوی په ګډون درې نور فلسطینیان هم وژل شوي دي.

سرچینې انادولو اژانس ته وویل چې بصیر البرش د شمالي غزې د جبالیا کډوالو کمپ لوېدیځ ته د الزهرا په ګاونډ کې په یوه برید کې چې نوموړی پکې په نښه شوی و، ووژل شو.

سرچینې زیاته کړه چې یو بل فلسطینی د غزې ښار ختیځ ته په شجاعیه سیمه کې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

 

وپلټۍ
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي