تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې ټول ۵۵ ځنګلي اورونه تر کنټرول لاندې راوستي، او عملیات دوام لري
د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځته شوي ټول ۵۵ ځنګلي اورونه تر کنټرول لاندې راوستل شوي، او د سوځېدلو سیمو د یخولو (سړولو) عملیات لا هم روان دي.
تورکیې ټول ۵۵ ځنګلي اورونه تر کنټرول لاندې راوستي، او عملیات دوام لري
/ AA

تورکیې ټول ۵۵ ځنګلي اورونه تر کنټرول لاندې راوستي، او عملیات دوام لري

د کرنې او ځنګلونو وزیر وايي چې د هوا او ځمکې ټيمونو له سختو موسمې شرایطو سره مقابله وکړه، خو خبرداری ورکوي چې د ځنګلي اورونو خطر تر اکتوبر پورې لا هم لوړ پاتې دی.

د تورکیې د کرنې او ځنګلونو وزیر ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځته شوي ټول ۵۵ ځنګلي اورونه تر کنټرول لاندې راوستل شوي، او د سوځېدلو سیمو د یخولو (سړولو) عملیات لا هم روان دي.

ابراهیم یوماکلي د سه ‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، وروستی فعال اور د هېواد په شمال لوېدیځ بورسا ولایت کې، د حارمانجک په سیمه کې وو.

هغه زیاته کړه: "موږ د اور د بشپړ کنټرول لپاره هڅې روانې ساتلې دي — پنځه الوتکې، ۳۰ چورلکې او ۸۵۵ ځمکني وسایط پدې عملیاتو کې بوخت دي."

یوماکلي څرګنده کړه چې د سهار غبار او لوګي، له غرمې وروسته د قوي بادونو سره یوځای، هوایی عملیات ځنډولي وو.

هغه وویل: "د حالت تر کنټرول لاندې راوستلو تر تمې ډېر وخت ونیوه."

"په هرصورت، هرڅومره ژر چې هوا ښه شوه، موږ خپل هوایی غبرګون ګړندی کړ. موږ له وړاندې پر ځمکه، شپه او ورځ نه ستړي کیدونکي کار کوو."

هغه وویل چې په بورسا کې پرمختګ هڅوونکی دی او هیله‌ یې وښوده چې د ورځې وروستۍ برخې کې به ښه خبرونه شریک کړي.

وزیر همداراز خبرداری ورکړ چې د ځنګلي اورونو خطر لا هم لوړ دی او له خلکو یې وغوښتل چې بیداره پاتې شي او حتی تر ټولو کوچنی اور هم ژر راپور کړي.

هغه زیاته کړه: "خطر لا نه دی ختم شوی. موږ به لږ تر لږه تر اکتوبر پورې په چمتووالي کې پاتې شو."

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې