نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په لاس انجلس کې د مظاهرو سره سره دې سیمې ته سفر کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سه شنبې په ورځ  د شمالي کارولینا په فورټ براګ کې د امریکا د پوځ د ۲۵۰مې کلیزې په  لمانځلو کې د ګډون په خاطر د سیمې ته سفر وکړي.
ټرمپ په لاس انجلس کې د مظاهرو سره سره دې سیمې ته سفر کوي
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سه شنبې په ورځ  د شمالي کارولینا په فورټ براګ کې د امریکا د پوځ د ۲۵۰مې کلیزې په  لمانځلو کې د ګډون په خاطر د سیمې ته سفر وکړي.

ټرمپ په لاس انجلس کې  د کډوالۍ پر ضد مظاهرو د ارامولو لپاره سیمې ته د تازه ځواکونو د استولو پریکړه وکړه. د دفاع وزیر پیټ هېګسېت او د پوځ مشر ډان ډریسکول به هم د سه شنبې په دې مراسمو کې ګډون وکړي، چې د پنټاګون په وینا، د پوځیانو، پخوانیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو غړي به هم په دې غونډه کې برخه واخلي.

د دې سفر په ترڅ کې به ټرمپ د سرتېرو او د هغوی د کورنیو سره لیدنې وکړي، د روزنیزو فعالیتونو څارنه به وکړي او د پوځ د رسمي کلیزې د پیل لپاره پلان شوې نورې چارې به ترسره شي.

فورټ براګ، چې د شمالي کارولینا فایټویل ښار ته نږدې موقعیت لري، د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز هم دی. په دې ځای کې د ګرین بیریټس او رینجرز په څېر ځانګړې روزل شوي ځواکونه مېشت دي.

ټرمپ د پوځ د کلیزې په مناسبت د شنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د پوځي پریډ د ترسره کولو وړاندیز کړی دی، چې دا ورځ د هغه د ۷۹مې کلیزې سره هم سمون خوري. ټانکونه او نور وسایط به د ښار په سړکونو کې حرکت وکړي، چې دا د دې ښودنه کوي چې څنګه جمهوري غوښتونکی ولسمشر د پوځ په جوړښت کې بدلونونه راولي.

ټرمپ د ډیموکراټ ګوند د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم د مخالفتونو سره سره ۴۰۰۰ ملي ګارډ پوځیان ښار ته د لیږولو پریکړه کړې ده. شاوخوا ۷۰۰ سمندري ځواکونه هم په رسمي ډول د لاس انجلس ښار ته د ځای پر ځای کېدو لپاره ټاکل شوي دي، ترڅو هغه ګډوډۍ کنټرول کړي چې د کډوالۍ پر ضد د مظاهرو په توګه پیل شوې وې.

د بله پلوه د کالیفورنیا لوی څارنوال د ټرمپ لخوا پدې ښار کې د پوځیانو د ځای په ځای کولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی  پر ټرمپ يي دعوه کړې ده، چې د خپلواکي تر پښو لاندې کړې ده. د کالیفورنیا مشران ټرمپ تورنوي چې د مظاهره کوونکو غوسه یې زیاته کړې، چې له امله یې خلکو لوی سړکونه بند کړي او ځینې ځان چلونکي موټرونه یې سوځولي دي.

ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې وویل: "موږ به پوځیان هر ځای ولرو. موږ به اجازه ورنه کړو چې زموږ په هېواد کې دا ډول پېښې وشي."

فورټ براګ د پوځ په اړه د کلتوري شخړو په منځ کې پاتې شوی دی. دا ځای د کنفډرېټ جنرال په نوم نومول شوی و، خو دوه کاله وړاندې یې نوم فورټ لیبرټي ته بدل شو. هېګسېت بیا د براګ نوم بېرته راوګرځاوه، خو ویې ویل چې دا د دویمې نړیوالې جګړې د یوه پوځی پیراټروپر د درناوي لپاره کارول کېږي.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ