نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
تهران هغه د پرېکړه لیک مسوده بېرته واخیسته چې د روسیې، چین او نورو لخوا ملاتړ کېدل.
تهران هغه د پرېکړه لیک مسوده بېرته واخیسته چې د روسیې، چین او نورو لخوا ملاتړ کېدل. ایران دا کار  وروسته له هغې چې امریکا خبرداری ورکړ چې که پرېکړه لیک تصویب شي او د اسرائیلو حقوق د اژانس دننه محدود شي، نو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مالي مرسته به ک
تهران هغه د پرېکړه لیک مسوده بېرته واخیسته چې د روسیې، چین او نورو لخوا ملاتړ کېدل.
/ AA

ایران  وروسته له هغه چې امریکا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د بودیجې د پرېکون ګواښ وکړ د اټومي مرکزونو د بریدونو په اړه خپل د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک بېرته واخیست

تهران هغه د پرېکړه لیک مسوده بېرته واخیسته چې د روسیې، چین او نورو لخوا ملاتړ کېدل. ایران دا کار  وروسته له هغې چې امریکا خبرداری ورکړ چې که پرېکړه لیک تصویب شي او د اسرائیلو حقوق د اژانس دننه محدود شي، نو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مالي مرسته به کمه کړي وکړ.

ایران د ملګرو ملتونو د اټومي څارونکې اژانس د کلنۍ عمومي کنفرانس په ترڅ کې خپله هغه د پرېکړه لیک مسوده بېرته واخیسته چې د اټومي تاسیساتو پر ضد یې بریدونه منع کول، دا کار د امریکا د سختو هڅو وروسته وشو.

ایران دغه پرېکړه لیک له چین، روسیې او څو متحدینو لکه کیوبا، وینزویلا او بېلاروس سره یوځای وړاندې کړی و.

په متن کې د ۲۰۲۵ د جون د ایران پر اټومي مرکزونو د اسرائیلو او امریکا بریدونه په کلکه وغندل شول او دا یې د "نړیوالو قوانینو څرګند سرغړونه" وبلله، او ټینګار یې وکړ چې "ټول هېوادونه باید له دې ډډه وکړي چې د سوله ‌ییزو اټومي تاسیساتو پر ضد برید وکړي یا د برید ګواښ وکړي."

لوېدیځو دیپلوماتانو وویل چې امریکا خبرداری ورکړی و که پرېکړه لیک تصویب شي او د اسرائیلو حقوق په اژانس کې محدود شي، نو د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس (IAEA) بودجه به کمه کړي.

په  ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر، رضا نجفي، کنفرانس ته وویل چې دغه پرېکړه "د نېک نیت او رغنده مشارکت د روحیې له مخې، او د څو غړو هېوادونو د غوښتنې پر اساس" شوې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ په کلکه باور لرو چې د دې ارګان غږ باید د یوه یرغلګر د ګواښونو او سیاسي فشارونو تر وزن لاندې مسخ نه شي."

دا پرېکړه په داسې حال کې وشوه چې د جون په میاشت کې د اسرائیلو لخوا د ایران پر اټومي او پوځي مرکزونو بریدونه ترسره شول او ورپسې امریکا هم د ایران پر درې تاسیساتو بریدونه وکړل.

تهران له ډېرې مودې راهیسې ټینګار کوي چې د هغه اټومي پروګرام یوازې سوله‌ ییز دی.

محمد اسلامي، د ایران د ملکي اټومي انرژۍ د سازمان مشر، تر دې وړاندې د اټومي انرژۍ نړۍوال له غړو وغوښتل چې "د دغو ناقانونه بریدونو په وړاندې لازم اقدامات وکړي."

هغه همداراز په "وروستیو امریکایي ګواښونو" نیوکه وکړه او د اژانس د بودیجې پر سر یې د نفوذ د لاسوهنې تور ولګاوه.

هوارد سلومون، په ویانا کې د امریکا سرپرست استازی، وویل چې دغه پرېکړه لیک "د وروستیو پېښو په اړه خورا ناسم انځور وړاندې کړی" او که رایې ته ایښودل شوی وای نو "په پراخه کچه به رد شوی وای."

هغه د واشنګټن بریدونه توجیه کړل او ویې ویل چې د ایران د غني کولو پروګرام د "اسرائیلو او سیمې لپاره یو جدي او د زیاتېدو په حال کې ګواښ" دی.

عمومي کنفرانس، چې د IAEA د ۱۸۰ غړو هېوادونو استازي په کې راټولیږي، هر کال په ویانا کې جوړېږي تر څو د اژانس بودیجه تصویب کړي او د اټومي خوندیتوب او امنیت مسایل وڅېړي.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې فرانسې، جرمني او برېتانیا د  "سنیپ بیک " پروسه فعاله کړې څو د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه پر ایران بیا ولګوي.

دا اقدام، چې د ویټو ثبوت لپاره ډیزاین شوی، به د ۳۰ ورځو په موده کې عملي شي، که چېرې خبرې اترې له سره پیل نه شي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بندیزونو پروسه "وروستۍ شوې ده" او زیاته یې کړه: "هغه وروستۍ خبرې چې موږ له ایرانیانو ترلاسه کړې، جدي نه دي."

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی