منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران : د هرمز تنګي به یوازې د دښمن او د هغوې د ملاتړو پر مخ تړلی وي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ وویل چې د تېلو ځینو کښتیو ته به د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې هرمز به یوازې د "دښمنانو او د هغوی د تیري د ملاتړو" پر مخ تړلی وي.
ایران : د هرمز تنګي به یوازې  د دښمن او د هغوې د ملاتړو پر مخ تړلی وي
ایران : د هرمز تنګي به یوازې د دښمن او د هغوې د ملاتړو پر مخ تړلی وي / Reuters
16 مارچ 2026

هرمز د ډېریو لپاره "پرانیستی" خو یوازې د "دښمنانو" پر مخ تړلی دی ایران د جګړې پر مهال د تېلو محدود تګ راتګ ته اجازه ورکوي

ایران وايي هغه کښتۍ چې په جګړه کې د ښکېلو هیوادونو پورې تړاو نه لري، د پراخو خنډونو سره سره د پوځي همغږۍ وروسته د هرمز تنګي څخه د تېرېدو اجازه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ وویل چې د تېلو ځینو کښتیو ته به د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې هرمز به یوازې د "دښمنانو او د هغوی د تیري د ملاتړو" پر مخ تړلی وي.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم د دوشنبې په ورځ وویل: "هغه کښتۍ چې د هغو هیوادونو پورې تړاو لري چې په جګړه کې ښکېل نه دي، د ایران د پوځ په اجازه او همغږۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو اجازه موندلې ده."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړې له امله له دې تنګي څخه د بېړیو تګ راتګ په ټپه درېدلی دی، چې له امله یې د تېلو کښتۍ بندې پاتې دي او د نړۍ د انرژۍ د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په نورمال ډول د نړۍ ۲۰ سلنه تېل او د مایع طبیعي ګاز (LNG) سوداګري له همدې تنګي څخه تېریږي، ځکه نو په دې لاره کې هر ډول خنډ د انرژۍ بازارونو لپاره لویه اندېښنه ده.

له هغې وروسته چې څه باندې دوه اونۍ وړاندې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، ایران هم په ځواب کې پر اسرائیل، د امریکا پر اډو او د خلیج د هیوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.

خو په وروستیو ورځو کې ځینو محدودو کښتیو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې، چې ښيي ایران په انتخابي ډول ځینو هیوادونو لکه هند او پاکستان ته لاره ورکوي.

هند او پاکستان ته اجازه ورکړل شوې
هندي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د ګازو (LPG) دوه کښتۍ په خوندي ډول له هرمز تنګي تېرې شوې او د هند لوېدیځو بندرونو ته په لاره دي. په هند کې د ایران سفیر محمد فتحي هم ویلي چې تهران په استثنايي ډول ځینو هندي کښتیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

همدارنګه، د بلمبرګ د معلوماتو له مخې، د پاکستان یوې کښتۍ چې خام تېل یې لیږدول، د یکشنبې په ورځ له دغې اوبلارې تېره شوې او د عمان ساحل ته نږدې لیدل شوې ده.

نورو هیوادونو هم د ورته استثناوو راپور ورکړی. ایراني چارواکو ویلي چې که بنګله دېش دوی ته له مخکې خبر ورکړي، نو د دغه هیواد کښتیو ته به هم اجازه ورکړي. په ترکیه کې د ټرانسپورټ او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو هم ویلي چې د "روزانا" په نوم یوې ترکي کښتۍ ته د ایران له اجازې وروسته د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د انرژۍ بازارونه په اضطراب کې
د دې محدودو اجازو سره سره، د تېلو بازارونه لا هم په جنجال کې دي. د برنټ خامو تېلو بیه د دوشنبې په ورځ له ۱۰۰ ډالرو پورته پاتې شوه او شاوخوا ۱۰۴ ډالرو ته ورسېده. دا بیه د فبرورۍ له ۲۸مې (کله چې امریکا او اسراییل پر ایران برید وکړ) راهیسې ۴۵ سلنه لوړه شوې ده. د جګړې په اوږدو کې بیې ان تر ۱۲۰ ډالرو پورې هم لوړې شوې وې.

د بیو دا لوړوالی ښيي چې که د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ د ډېر وخت لپاره بند پاتې شي، نو دا به د تېلو نړیواله عرضه کمه کړي او پر هغو حکومتونو به فشار نور هم زیات کړي چې لا دمخه د تېلو له لوړو بیو سره لاس او ګریوان دي.

 

وپلټۍ
د استرالیا یوې محکمې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن سرتیري ته په ضمانت د خلاصون اجازه ورکړه
د نړیوالې انرژۍ اداره: د اروپا د جیټ تیلو لګښت ممکن یوازې شپږ اونۍ دوام وکړي
د اروپایي ټولنې او اسرائیل ترمنځ د همکارۍ تړون د ځنډولو غوښتنې زور اخیستی دی.
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په قنیطره کې پر کلي برید وکړ، کورونه یې تلاشي کړل او اوسېدونکي یې وېرول
اسرائیلو د لبنان اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د زهراني سیند سویل ته له سیمو ووځي
د امریکا لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ پر مهال د ایران اړوند کښتۍ خلیج ته نوې لاره کاروي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر کارنۍ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي