سیاست
4 د لوستلو دقیقې
پداسې حال کې چې ټرمپ د ګرینلینډ ګواښونو ته لمن وهي د ناټو قومندان د بحران او اندیښنو د کمولو هڅه کوي
په اروپا کې د ناټو ځواکونو مشر، امریکايي جنرال الیکسس ګرینکویچ، د جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو ګواښونو وروسته چې غواړي ګرینلینډ د امریکا تر کنټرول لاندې راولي، دا پوځي ائتلاف له "بحران" څخه ډېر لرې دی.
پداسې حال کې چې ټرمپ د ګرینلینډ ګواښونو ته لمن وهي د ناټو قومندان د بحران او اندیښنو د کمولو هڅه کوي
پداسې حال کې چې ټرمپ د ګرینلینډ ګواښونو ته لمن وهي د ناټو قومندان د بحران او اندیښنو د کمولو هڅه کوي / AP

د ناټو قومندان د بحران او اندیښنو د کمولو هڅه کوي، اروپايي مشران د ارامۍ غوښتنه کوي، خو ټرمپ د ګرینلینډ ګواښونو ته لمن وهي

د ناټو لوړپوړي قومندان ګرینکویچ د ائتلاف د شلېدو وېرې رد کړې، په داسې حال کې چې اروپايي مشران د ګرینلینډ په اړه د امریکا پر څرګندونو اندېښنه ښيي او د یووالي او زغم غوښتنه کوي.

په اروپا کې د ناټو ځواکونو مشر، امریکايي جنرال الیکسس ګرینکویچ، د جمعې په ورځ وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو ګواښونو وروسته چې غواړي ګرینلینډ د امریکا تر کنټرول لاندې راولي، دا پوځي ائتلاف له "بحران" څخه ډېر لرې دی.

ګرینکویچ فنلنډ ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "تر دې دمه زما پر پوځي کچې کارونو هېڅ اغېز نه دی شوی... زه به یوازې دومره ووایم چې موږ نن هم د ائتلاف د هرې لوېشتې خاورې دفاع ته چمتو یو."

هغه زیاته کړه: "نو زه فکر کوم چې موږ همدا اوس له بحران څخه ډېر لرې یو."

ولسمشر ټرمپ د دغه ستراتیژیک ارکټیک ټاپو، چې ۵۷۰۰۰ نفوس لري، د ترلاسه کولو لپاره د پوځي ځواک کارول نه دي رد کړي.

ناټو که ګرینلینډ: "کېدای شي دا یوه انتخابي موضوع وي"

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا د هغه لومړیتوب د ناټو پوځي ائتلاف ساتل دي که د ګرینلینډ ترلاسه کول، او هغه ورځپاڼې ته وویل: "کېدای شي دا یوه انتخابي موضوع وي."

کله چې یوه خبریال له ګرینکویچ څخه د ټرمپ د څرګندونو په اړه وپوښتل، هغه وویل چې نه غواړي په دې اړه تبصره وکړي چې ایا ناټو به له امریکا پرته پاتې شي که نه.

ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د ګرینلینډ د ترلاسه کولو خبره کوي، خو تېره اونۍ پر وینزویلا د امریکا له پوځي برید او د ولسمشر نیکولاس مادورو له تښتونې وروسته یې خپل ګواښونه زیات کړي دي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به راتلونکې اونۍ د ډنمارک او ګرینلینډ له چارواکو سره وګوري.

په ګرینلینډ کې د امریکا شتون

واشنګټن لا دمخه په ګرینلینډ کې پوځي شتون لري، چې د پیتوفیک اډه (Pituffik base) نومیږي او تاریخ یې دوهمې نړیوالې جګړې ته ورګرځي، کله چې ډنمارک د نازي المان له خوا ونیول شو او امریکا ګرینلینډ ته د دفاع لپاره ځواکونه ولېږل.

په دې اډه کې شاوخوا ۱۵۰ پرسونل په دایمي توګه مېشت دي، خو امریکا د سړې جګړې پر مهال په ګرینلینډ کې تر ۶۰۰۰ پورې سرتېري ځای پر ځای کړي وو، چې لویه اندېښنه یې دا وه چې د شوروي هر ډول توغندی به شمالي امریکا ته پر لاره له دې ټاپو څخه تېرېږي.

د ۱۹۵۱ کال د یو تړون له مخې، امریکا کولی شي په ساده ډول ډنمارک ته خبر ورکړي چې یو ځل بیا ډېر سرتېري لېږي.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک د جمعې په ورځ وویل، چې د ګرینلینډ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه ډېر اندېښمن دی، او زیاته یې کړه چې وارسا د امریکا د یوه وفادار متحد په توګه باید له واشنګټن سره د خپلو اندېښنو په اړه رښتینی واوسي.

ټسک یوې خبري غونډې ته وویل: "زه د ګرینلینډ د مسلې په اړه ډېر اندېښمن یم، او همدارنګه په امریکا کې د پېښو په اړه هم ډېر اندېښمن یم، او هر هغه څه چې په ناټو او خپله امریکا کې داسې ایډیالوژیکي او سیاسي کړکېچ رامنځته کوي."

"خو ځکه چې موږ متحدین او دوستان یو، او پولنډ د امریکا یو استثنايي وفادار متحد دی، زه په دې هم باور لرم چې کله ته په داسې یو دریځ کې یې، نو په ګونډو هېڅ نه کوې؛ ته یوازې هغه څه وايې چې فکر یې کوې. د دوستانو ترمنځ، باید په رښتینولۍ سره وویل شي چې څه سم دي او څه ناسم."

ایټالیا په ګرینلینډ کې د ناټو ډېر شتون غواړي

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د جمعې په ورځ وویل، چې هغه باور نه لري چې امریکا به پر ګرینلینډ برید وکړي، خو د هغې "ټینګې کړنلارې" د نورو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره دي.

میلوني وویل ناټو باید پر ارکټیک سیمه ډېر تمرکز وکړي او د امنیت ساتلو او د دښمنو هېوادونو د لرې ساتلو لپاره د متحدینو "د پام وړ شتون" ډاډمن کړي.

میلوني وویل: "زه لا هم په دې فرضیه باور نه لرم چې امریکا به د ګرینلینډ د کنټرول لپاره پوځي اقدام وکړي، دا یو داسې انتخاب دی چې زه به یې په ښکاره توګه ملاتړ ونه کړم."

هغې زیاته کړه: "زه فکر کوم چې دا به د هیچا په ګټه نه وي. په روښانه توګه، زه فکر کوم چې دا به حتی د امریکا د متحده ایالاتو په ګټه هم نه وي."

 

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .