"دا یوازې یو غر ختنه نه ده": کیاني د پاکستان لومړۍ ميرمنه شوه چې د نړۍ تر ټولو لوړ ۱۲ غرونو ته وختله

نائله کیاني د هیمالیا په غرونو کې کانچنجنګا سر ته رسیدلې ده، چې د نیپال او د هند د سکیم ایالت تر منځ پر پوله پروت دی.

/ x

نايله کیاني د نړۍ دريم لوړ غر کانچنجنګا چې د هيماليا په غرونو کې موقعيت لري، څوکې ته رسیدلې ده. د پاکستان د غرختنې رسمي سازمان په وينا، هغې د ۸۰۰۰ مترو څخه لوړ ۱۲ غرونه څوکې ته رسیدلې او په دې سره د لومړۍ پاکستانۍ ښځې په توګه يې دا وياړ ترلاسه کړ.

کانچنجنګا د نيپال او د هند د سکيم ايالت ترمنځ په پوله کې موقعيت لري.

د پاکستان د الپائن کلب په يوه اعلاميه کې ويلي: "دا يوازې د يوه غره ختنې خبره نه ده—دا د پاکستان د غرختنې په تاريخ کې يوه ستره لاسته راوړنه او د ملي وياړ يوه شېبه ده. د يوازې دوه نورو غرونو په پاتې کېدو سره، نايله د هغو ۱۷ ښځو په نړيوالې ډلې کې د شاملېدو په درشل کې ده چې ټول ۱۴ اته زره متره لوړ غرونه يې سر کړي دي." 

دا د پاکستان لپاره يوه "تاريخي شېبه" ده، اعلاميه زياتوي.

د الپائن کلب منشي قرار حيدري وويل: "دا يوازې يو شخصي برياليتوب نه دی—دا په سپورټ کې د ښځو د ځواکمنتيا يوه نښه، د پاکستان لپاره د هيلې او الهام يو څراغ او د هر هغه چا لپاره چې د غرختنې سره مينه لري، د وياړ يوه شېبه ده."

په اګست ۲۰۲۲ کې، نايله کيني لومړۍ پاکستانۍ مور شوه چې د نړۍ دوهم لوړ غر K2 چې په پاکستان کې موقعيت لري، وختله.

نايله کيني يوه بانکداره ميرمن ده او دا مهال په متحده عربي اماراتو (UAE) کې ژوند کوي.