د یمن د روغتیا وزیر په وینا، لږ تر لږه پنځه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول کله چې حوثي ملېشو د هېواد په لنډمهاله پلازمېنه عدن کې د الماشق ولسمشرۍ ماڼۍ پر بالیستیک توغندیو ویشتله.
یوې حکومتي سرچینې وویل چې په برید کې پنځه بالیستیک توغندي کارول شوي دي. د برید په وخت کې د حکومت ځینې غړي په ماڼۍ کې وو.
د یمن د روغتیا وزیر قاسم بوهیبه په خپل فېسبوک حساب کې ویلي چې وژل شوي او ټپیان شوي کسان ساتونکي او ملکي کارمندان وو چې د ولسمشرۍ په ودانۍ کې یې کار کاوه.
بوهیبه دا برید «د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې د عدن په هوایی ډګر کې د یمني حکومت د هدف ګرځولو تکرار» وباله.
هغې زیاته کړه: «حکومت به د خلکو په منځ کې خپلو دندو ترسره کولو ته دوام ورکړي.»
ټرمپ په دې باور دی چې له زیلینسکي سره موافقې ته رسېدل د پوتین په پرتله ډېر ستونزمن دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي پر لیدلوري نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په پرتله د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړجاړي ته لږ تمایل لري.
ټرمپ د روسیې د تېلو پر تصفیه خانو د اوکراین نوي بریدونه «شرمېدونکي» وبلل.
له «نیوز میکس» ټلویزیون سره په مرکه کې د اوکرایني بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل: «زه فکر کوم چې دا د شرم ځای دی،» او زیاته یې کړه چې دا بریدونه د انرژۍ نړیوالې نرخونه لوړوي.
ټرمپ نیوز میکس ته وویل: «دا باید ژر پای ته ورسېږي. زه فکر کوم چې دوی دواړه په حقیقت کې غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي.»
په هرصورت، ټرمپ زیاته کړه: «زه د پوتین په پرتله له زیلینسکي سره موافقې ته رسېدل ډېر ګران ګڼم.»
له زیلینسکي سره د ټرمپ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره جوخت، بریتانیا او فرانسې د اوکراین ملاتړ وکړ
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، په بروکسل کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له لیدنې وروسته وویل چې دا خورا مهمه ده چې اوکراین ته ټول هغه امکانات او وسایل ورکړل شي چې د ځان دفاع او د خپلو ملکي وګړو او بنسټونو د ساتنې لپاره ورته اړتیا ده.
زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې، له مکرون سره خپله لیدنه «خورا پر وخت» وبلله. هغه وویل اوکراین د فرانسې هغه هڅې ارزښتمنې ګڼي چې «د روسیې د زیاتېدونکي تېري پر وړاندې د د حل لارو موندلو په برخه کې کېږي.»
په ورته وخت کې، د بریتانیا د دفاع وزیر ویس سټریټینګ پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې له اوکراین څخه خپل ملاتړ جاري وساتي ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات ژور شوي دي. سټریټینګ ټینګار وکړ چې دا کار د واشنګټن په ګټه دی، هم په لنډمهالې او هم په اوږدمهالې کچه.
چین له اسرائیلو غوښتي چې په لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني ښارګوټو جوړول ودروي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرزوګ ته وویل چې اسرائیل باید په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني ښارګوټو جوړولو فعالیتونه ودروي او بېرته یې پر شا کړي.
وزارت وویل چې د جمعې پر ورځ له هرزوګ سره د لیدنې پر مهال، وانګ د فلسطین مسله «د هغې پېړۍ تر ټول لوی تاریخي ظلم» وباله.
وانګ وویل چې په سیمه کې د سولې او پخلاینې هڅول د منځني ختیځ لپاره د چین د پالیسۍ مهم بنسټ دی.
چین باور لري چې د «دوو دولتونو حل لاره» د دې مسلې د حل لپاره یوازینۍ سمه لاره ده.
په باکو کې د امنیتي سرمشریزې پر مهال د اسرائیلو د ولسمشر لخوا د وینا د پیلولو سره سم د تورکیې او نورو هېوادونو استازي له تالاره ووتل
کله چې د اسرائیلو ولسمشر د اژربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا د امنیت په سرمشریزه کې خپله وینا پیل کړه، د تورکیې په ګډون د څو هېوادونو استازي د غونډې له تالار څخه ووتل.
د تورکیې په ګډون له لسو څخه د ډېرو هېوادونو استازو د پنجشنبې په ماسپښین د اسیا د تعامل او باور جوړونې اقداماتو (CICA) په سرمشریزه کې د اسحاق هرزوګ د وینا پیل کېدو سره سمدستي عکس العمل وښود او له تالاره بهر شول.
د TRT World د راپور له مخې، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د تورکیې پلاوي او د لسو نورو هېوادونو استازو د باکو په سېکا سرمشریزه کې د اسرائیلو د ولسمشر د وینا پرمهال د اعتراض په ډول غونډه پرېښوده.
د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د لوړې کچې په غونډو کې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وینا پرمهال هم ورته ډله ایز لاریون او اعتراض شوی و.




















