منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د ایران د سپاه پاسداران (انقلاب ساتونکو) پوځ د عمومي قومندان سلاکار محمد رضا نقدي ادعا وکړه د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې  د ایران د توغندیو مرکزونو او زیرمتونونو تاسیساتو ته هیڅډول کوم زیان ندی رسیدلی.
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده

نوموړي وویل: «د توغندیو مرکزونو په درنو بمباریو کې هېڅ زیان نه دی لیدلی. د هېواد ستراتیژیکې زېرمې روغې پاتې دي.»

د نیمه رسمي «فارس» خبري آژانس د راپور له مخې، نقدي د خپل هېواد د توغندیو د زېرمو په اړه څرګندونې کړې دي.

نقدي، چې ټینګار یې کاوه امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې ماتې خوړلې، ادعا وکړه چې دغو بریدونو د توغندیو زېرمتونونو ته هېڅ زیان نه دی رسولی.

نوموړي څرګنده کړه: «د توغندیو مرکزونو په درنو بمباریو کې هېڅ زیان نه دی لیدلی او د هېواد ستراتیژیکې زېرمې خوندي پاتې دي.»

نقدي د دې ادعا په مطرح کولو سره چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې (د جګړې له پیل) راهیسې یې د امریکا او اسرائیلو اړوند له ۲۴۰ ډېر هوايي وسایط له منځه وړي، وویل: «امریکایان په افغانستان او عراق کې له کورنیو مخالفتونو سره مخامخ شول او ماتې یې وخوړه. اوس دوی د یوموټي او شهادت ته چمتو ایران پر وړاندې د ځمکنیو عملیاتو جرئت نه شي کولای.»

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.