سرچینو ویلي چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د سه شنبې په وروستیو کې د طبي درملنې لپاره په اسلام اباد کې یوه روغتون ته لېږدول شوی و او بېرته زندان ته ستون کړای شو.
یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، خان چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی، د پاکستان د طبي علومو په انسټیټیوټ کې یې د سترګو معاینه ترسره شوه.
یاد کس وویل: "هغه د وینې فشار ځینې ستونزې لرلې او تېره شپه ورته اړینه درملنه ورکړل شوه. هغه بېرته خپلې زندان خونې ته لېږدول شوی دی."
ډان ورځپاڼې د یوه روغتیایي چارواکي له قوله لیکلي: "د هغه حیاتي نښې نورمالې وې. هغه له کلینیکي پلوه باثباته و او عمومي فزیکي معاینه یې عادي وه. د رضایت له ترلاسه کولو او د معیاري څارنې د پروسیجرونو، احتیاطي تدابیرو او کلینیکي پروتوکولونو له تعقیبولو وروسته، د سترګو د ناروغیو ټیم هغه ته د سترګې د ننه انټراویټریل انټي-وی اي جي ایف / intravitreal anti-VEGF) ستنه (پیچکاري) تطبیق کړه."
د کرکټ پخوانی لوبغاړی او اوسنی سیاستوال، په ۲۰۲۲م کال کې د عدم اعتماد رایې له لارې د واک له لاسه ورکولو وروسته، د فساد له ګڼو تورونو سره مخ شوی او د سرچینې د معلوماتو له مخې له دریو کلونو څخه ډېر وخت کیږي چې په زندان کې دی.
له یوه پرته، د خان نور ټول محکومیتونه ځنډول شوي یا لغوه شوي دي، او د استیناف غوښتنې یې تر پروسې لاندې دي. هغه هر ډول ناقانونه کړنې ردوي او وايي چې دا تورونه سیاسي بڼه لري، هغه ادعا چې حکومت یې ردوي.
د خان وکیلان وايي چې په زندان کې د دغه ۷۴ کلن مشر روغتیا خرابه شوې او د ښي سترګې دید یې د پام وړ کمزوری شوی دی.
دا د اګست له میاشتې وروسته لومړی ځل دی چې خان د درملنې لپاره روغتون ته وړل کیږي او بېرته زندان ته ستنیږي. په اګست کې د هغه د روغتون لیدنه نیمګړې پرېښودل شوې وه.
د هغه ګوند ویلي، یوې پاکستانۍ محکمې هم د زندان چارواکو ته امر کړی چې د خان حقوقي ټیم ته اجازه ورکړي ترڅو له هغه او د هغه له مېرمنې سره وګوري.




















