د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د انقرې پر هغه ستراتیژیک موقعیت په ټینګار سره چې اروپا، تور سمندرګی، قفقاز او منځنۍ اسیا سره نښلوي، ویلي چې تورکیه باید د سیمهییز اتصال (نښلون) د پیاوړتیا په برخه کې لا ډېر مسؤلیت پر غاړه واخلي او د دغو هڅو مشري وکړي.
فیدان په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا په څنډه کې د «بینالسیمهییز امنیت او اتصال د وزیرانو له دویمې غونډې» وروسته انادولو خبري اژانس ته وویل چې د تورکیې مرکزي رول په پراخه کچه په رسمیت پېژندل شوی دی.
هغه وویل: «موږ باید له دغه رول سره سم مسؤلیت پر غاړه واخلو؛ هم د حللارو د وړاندیز کولو له لارې او هم د مشرۍ په اخیستلو سره.»
فیدان دا غونډه د اجنډا او پایلو له پلوه مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ چې هېوادونه باید یوازې د اتصال د ستراتیژیو له جوړولو هاخوا لاړ شي او د هغو د پلي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
هغه وویل چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، قفقاز او منځنۍ اسیا استازو د سیمو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ او ډېټا د لېږد رالېږد د ښه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
همداراز دوی د هرمز تنګي، بابالمندب تنګي او تور سمندرګي کې د جګړو او کړکېچونو له امله د رامنځته شویو خنډونو له تجربو څخه پر اخیستل شویو درسونو او د سیمهییزو اړیکو پر لا پیاوړي کولو بحث وکړ.
فیدان وویل چې تورکیه د «منځني دهلېز» (Middle Corridor) له لارې د یوه ستراتیژیک مرکز په توګه خدمت کوي، چې اروپا له تور سمندرګي، قفقاز او منځنۍ اسیا سره نښلوي.
په تور سمندرګي کې د غلو دانو لېږد
فیدان د غونډې په څنډه کې د اوکراین، جرمني، لیتوانیا، ډنمارک، بلغاریا، رومانیا او مولداویا له چارواکو سره دوهاړخیزې خبرې اترې وکړې.
نوموړي وویل چې د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د لېږد د بېرته پیلولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، او زیاته یې کړه چې انقره پر دې موضوع له مسکو، کیف او همداراز اروپايي شریکانو سره خبرې کوي.
هغه وویل: «موږ پر دې غور کوو چې غله دانه څنګه یو ځل بیا نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.»
فیدان وویل چې تورکیې د غلو دانو د صادراتو د اسانتیا لپاره هم ځینې تدابیر وړاندیز کړي، په ځانګړې توګه د بېوزلو هېوادونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه. هغه زیاته کړه چې د دغو وړاندیزونو یوه برخه د بروکسل په غونډه کې وروستۍ شوې ده.
نوموړي یادونه وکړه چې دا موضوع په مستقیم ډول د بلغاریا او رومانیا په ګډون د تور سمندرګي هېوادونه اغېزمنوي.
فیدان وویل چې انقره له اړوندو لورو سره پر یوې احتمالي فورمولې خبرې کوي، خو د جزئیاتو افشا کول لا وختي دي. هغه اشاره وکړه چې روسیه له اوکراین سره له یوې دایمي سولې هوکړې پرته، په تور سمندرګي کې د لنډمهالو ترتیباتو له تړون سره مخالفت کوي.
د دونباس شخړه لا هم اصلي خنډ دی
فیدان همداراز په متحده عربي اماراتو کې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ پر روانو مذاکراتو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې بنسټیز اختلافات لا هم ناحل پاتې دي.
نوموړي وویل چې تورکیې هم په همدې بڼه د خبرو اترو د څو پړاوونو کوربهتوب کړی و او له دواړو لورو سره په اړیکه کې پاتې شوې ده.
فیدان وویل: «زه دا خپله دنده ګڼم چې اړوندو خلکو ته خبر ورکړم چې د موضوع اصلي جوهر لا هم ناحل پاتې دی.»
هغه وویل چې روسیه د دونباس سیمې د پاتې برخې د کنټرول غوښتونکې ده، کومه چې مسکو خپله خاوره بولي، په داسې حال کې چې اوکراین چمتو نه دی هغه ځمکه پرېږدي چې د خپل وطن برخه یې ګڼي.
فیدان ځمکنی اختلاف د سولې د هوکړې پر وړاندې اصلي خنډ وباله او ویې ویل چې دواړه لوري د تر بحث لاندې سیمې په اړه بېلابېلې ارزونې لري.
نوموړي وویل: «د روسي تعریف له مخې، د سیمې له ۱۱ څخه تر ۱۲ سلنې پورې برخه پاتې ده؛ خو د اوکراینیانو په وینا، دا شمېره ۱۸ سلنه ده.»
هغه زیاته کړه چې هر ډول هوکړه به د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د تماس یوه روښانه راتلونکې کرښه وټاکي، او د دونباس مسله په مذاکراتو کې تر ټولو حساس ټکی پاتې دی.
امنیتي تضمینونه او اروپايي جوړښت
فیدان وویل چې د دواړو لورو له خوا غوښتل شوي امنیتي تضمینونه یوه بله لویه موضوع ده، او زیاته یې کړه چې هر ډول هوکړه به د روسیې او اروپا ترمنځ اړیکو ته هم نوې بڼه ورکړي.
له همدې امله، هغه وویل چې د اروپا راتلونکی امنیتي جوړښت باید په څرګند ډول او په عملي بڼه تر بحث لاندې ونیول شي.
نوموړي یادونه وکړه چې تورکیې اړوندو لورو ته وړاندیزونه وړاندې کړي او ولسمشر رجب طیب اردوغان په ډیپلوماتیکو هڅو کې پراخه تجربه لري.
فیدان مهمې موضوعګانې داسې فهرست کړې: د تماس کرښه، د دونباس شخړه، امنیتي تضمینونه، د اروپا او روسیې ترمنځ نوی امنیتي جوړښت، او د اوکراین د بیارغونې پر مهال د بندیزونو او د روسیې د کنګل شویو شتمنیو راتلونکی.
هغه وویل چې پر دې ټولو مسایلو داسې هوکړې ته رسېدل چې هر لوری ترې راضي وي، ستونزمن کار دی.
فیدان همداراز د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر دوام سربېره، په تور سمندرګي کې د سمندري امنیت او د بېړۍ چلولو د ازادۍ پر ساتلو ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې تورکیه هیله لري وړاندیزونه یې د پرمختګ یوې لارې موندلو کې مرسته وکړي، او زیاته یې کړه چې انقره له اړوندو لورو سره پرې خبرې کوي او که په راتلونکو ورځو کې پلي شي، جزئیات به یې شریک کړي.




















