منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د سپاه پاسداران د لیکلې اعلامیې له مخې، ایران په اردن کې د امریکا پر دغې هوايي اډې برید ترسره کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا برید د امریکا د هغې حملې په ځواب کې شوی چې تېره شپه یې په قشم ټاپو کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي وو.
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی

ویل شوي چې دا برید د امریکا د هغې حملې په غبرګون کې شوی چې تېره شپه یې پر 'قشم' ټاپو کړې وه او له امله یې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي وو.
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې پر قشم ټاپو د امریکا د برید په غچ کې یې په اردن کې د دغه هېواد د 'موفق السلطي' پر هوايي اډې بالیسټیک توغندیز برید کړی او ۳ 'ایف-۳۵' (F-35) الوتکې یې په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

د سپاه پاسداران د لیکلې اعلامیې له مخې، ایران په اردن کې د امریکا پر دغې هوايي اډې برید ترسره کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا برید د امریکا د هغې حملې په ځواب کې شوی چې تېره شپه یې په قشم ټاپو کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژلي وو.

ادعا شوې چې د موفق السلطي په هوايي اډه کې د مېشتو ایف-۳۵ الوتکو څخه ۳ یې په بشپړه توګه ویجاړې شوي، ۳ نورې زیانمنې شوي او یو شمېر امریکايي سرتېري او تخنیکي پرسونل وژل شوي دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې نن سهار د خوزستان ولایت په 'بندر امام خمیني' کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) پېژندل شوې او ویشتل شوې ده.

بل لور ته، د اردن پوځ اعلان کړی و چې نن سهار یې د ایران لخوا توغول شوي ۵ هغه توغندي پېژندلي او شنډ کړي دي چې د دغه هېواد خاوره یې په نښه کړې وه.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ