یو بل اسرائیلي عسکر ځان وژنه وکړه، پوځي بحران ژور او تلفات مخ په زیاتیدو دي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، یواسرائیلي عسکر د اساسرائیل په شمال کې په یوه پوځي اډه کې ځان وژنه کړې، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې د اسرائیل د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې د ځان وژنې له امله د مړو شمیر ۶۱ ته ورسید.
یو بل اسرائیلي عسکر ځان وژنه وکړه، پوځي بحران ژور او تلفات مخ په زیاتیدو دي.
اسرائیلي عسکرو په منځ کې د ځان وژنې له امله مړینې مخ په زیاتیدو دي، چې د غزې د روانې جګړې له امله د رواني فشارونو له کبله دا شمیره ۶۱ ته رسیدلې دي .
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، یواسرائیلي عسکر د اساسرائیل په شمال کې په یوه پوځي اډه کې ځان وژنه کړې، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې د اسرائیل د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې د ځان وژنې له امله د مړو شمیر ۶۱ ته ورسید.
د هاریټز ورځپاڼې په وینا، یو عسکر چې په جبري پوځي خدمت بوخت و، په یوه اډه کې د ځان په ډزو ویشتلو وروسته سخت ټپي او د سه شنبې په ماښام په روغتون کې مړ اعلان شو.
پوځ مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې یو عسکر د اسرائیل په شمال کې په یوه پوځي اډه کې د ډزو په پېښه کې سخت ټپي شوی او روغتون ته وړل شوی، چې وروسته مړ شو. پوځي پولیسو د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
د اسرائیل پارلمان د څیړنې او معلوماتو مرکز د یوه راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې ټول ۲۷۹اسرائیلي عسکرو د ځان وژنې هڅه کړې، چې دا په هرو اوو هڅو کې نږدې یوه د ځان وژنې له امله مړینه ښيي.
د اسرائیل پوځ مخکې تایید کړې وه چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر غزې د جګړې له پیل راهیسې ۴۸ عسکرو د پوځي خدمت پر مهال خپل ژوند پای ته رسولی دی.
هاریټز راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۳ نور عسکر له پوځي خدمت څخه بهر د رواني ستونزو له امله ځان وژنه کړې، چې شپږ یې د روان کال له پیل راهیسې دي؛ په دې سره د جګړې له پیل راهیسې د ځان وژنو ټوله شمیره ۶۱ ته ورسیده.
ورځپاڼې زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې شلاسرائیلي عسکرو ځان وژنه کړې، او د روان کال له پیل څخه تر جولای پورې ۱۶ نورو ځانونه وژلي دي. له هغه وخت راهیسې لږ تر لږه څلورو نورو عسکرو هم خپل ژوند اخیستی دی.
اسرائیلي عسکر له رواني اختلالاتو سره مخ دي
د اکتوبر په میاشت کې، د ізاسرائیل لوی درستیز ایال ضمیر په پوځ کې د رواني روغتیا د خرابیدونکي بحران پخلی وکړ او ویې ویل چې زرګونه عسکر رواني درملنه ترلاسه کوي.
د عامه خپرونو ادارې KAN د یوه پخواني راپور له مخې چې د جولای په وروستیو کې خپور شو، په غزه کې له ۱۹،۰۰۰ ټپياسرائیلي عسکرو څخه نږدې ۱۰،۰۰۰ یې د رواني اختلالاتو لکه له صدمې وروسته د فشار اختلال (PTSD) سره مخ دي او د دفاع وزارت د بیارغونې په څانګه کې تر درملنې لاندې دي.
له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، اسرائیل په غزه کې نږدې ۷۰،۷۰۰ فلسطینیان، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، وژلي او له ۱۷۱،۰۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړي او ټوله سیمه یې په کنډواله بدله کړې ده.